پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه
35 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
ښاغلې سیدجیلاني جلان
د لویې پکتیا فرهنګي څېره سیدجیلاني جلان د ښاغلي منګل زوی دی، چې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په خیرمېنې کلي کې په ۱۳۶۲کال د ګلاخېلو په ټبر کې زېږېدلی دی. تر ۱۲ ټولګي زدکړې یې په پښتونخوا کې کړې دي، لوړې زدکړې یې د لیسانس تر کچې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو په برخه کې کړې او په کابل کې یې له دنیا خصوصي پوهنتون څخه د ادارې او تجارت په برخه کې ماسټري کړې .
جلان ډیر وخت کیږي چې شاعري او لیکوالي کوي؛ په ۱۳۷۸کال کې يې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې د ځاځي بابا ادبي ټولنې بنسټ کیښوده، چې تر اوسه نوموړې ټولنې سلګونه شاعران او لیکوال روزلي دي او ګڼ شمېر کتابونه او مجلې یې خپرې او سلګونه فرهنګي او ټولنیزې غونډې یې جوړې کړې دي.
دجلان چاپ او ناچاپ اثار لري.
۱: دګلپاڼو اتڼ: په ۱۳۸۶کال چاپ او د ډيرو میناوالو په غوښتنه په ۱۳۸۷کال ددوهم ځل لپاره چاپ شو .
۲: دهېندارو دره: کابو ۲۵۰ صفحې لري په ۲۰۰۰ټوکو کې په ۱۳۹۰ کال کې له چاپ راووته . چې د ادب د میناوالو لخوا یې تود هر کلی وشو.
۳: غمي غمي سیندونه : اوس اوس یې دریمه شعري ټولګه (غمي غمي سیندونه) تازه له چاپه راوتې ده، چې کابو ۲۰۰ غزلونه او ۳۰ نظمونه لري
۴ : پنځلسي : (ناچاپه منظومه ) پنځلسی دلوې پکتیا خلکو یو پخوانی او ځانګړی دود دی؛ دغه دود په پنځلسي نومې شعر کې راخیستل شوی او منظومه شوی.
۵: پنځمه شعري ټولګه : ناچاپه
۶: دلنډو کیسه یوه ټولګه : ناچاپه
۷: د ژوند خاطري (نثر) کتاب: ناچاپ
۸: ټولنیزې انتقادي لیکنې کتاب: ناچاپ
۹: دافغانستان د مخابراتي سکتور په اړه د ماسټرۍ تیزیس یانې څیړنیز اثار: ناچاپ
بې كچې ټكور
د ايينو په دښتو اور ورېږي اور ورېږي لا پرې هغه مړ شوى نه وي چې بيا نور ورېږي د لمر سپينوكو وړانګو ټولې كړئ…
بشپړ شعر ولولئ ←د شيدو جام
د ګلو بدرګه چې ګام په ګام ورسره ځي په مست او سندريز تګ مې ګلفام ورسره ځي د مخ له ايينو نه يې ګېډۍ…
بشپړ شعر ولولئ ←خدای دې راپېښ کړه
تاپسې نظر ګرځوم تا پسې زړه ګرځوم ستا په ځوانۍ پسې هروخت دوه تنه غله ګرځوم راټولومه د جانان د راتلو نښه ترې نه د…
بشپړ شعر ولولئ ←زېرى
په ايينو د نرګس ستا د انځور رنګ را درومي خود به د وخت د ښايستونو تر منځ جنګ را درومي بلا دې واخلم زېرى…
بشپړ شعر ولولئ ←د روح كنډول
په تورو څڼو مست سپرلى څومره عجب غږېږي لكه د مينې پر كېسه د شاعر لب غږېږي خود به له چين نه ښاپېرۍ را لېږي…
بشپړ شعر ولولئ ←دوې همزولې پيغلې
واه واه د خندا په توره وار كوي زړه ورېبي دا خو عجيبه د هنر كار كوي زړه ورېبي يا د اداګانو جادو ګرې جامې…
بشپړ شعر ولولئ ←غمازګره سوله
غواړم تخيل ته مې دشوخو نازو رنګ راوړم اور شه چې غزل ته مې نوښت راوړم اهنگ راوړم څه ساده انسان يم كشماليو پسې لاړ…
بشپړ شعر ولولئ ←څوك دى؟
د ګل مخ باندې اوده ښكلوكې څوك دى؟ د ښايست په لباس پټ پستوكى څوك دى؟ شغلې هم په سپينو شونډو ترينه مۍ څښي دا…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
له ورځې تښتم چې له شـوره ډکه ستا غوندې ده شپې ته پناه وړمه شپـه چـوپه ده زما غوندې ده په دغه دښتـه کې شايد…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ځان ساته ګل څانګې د تور وخت د اور لمبه دې خوري ګرځي هره لار باندې د وږي نظر غله دې خوري لا دتوروږميو تورې…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ملګرو ځکه موځوانۍ د مستۍ اور نه کوي لارې ګونګۍ دي قدمونه پکې شور نه کوي د زمانو له ګړدابو مې رايستلی شي خو جانان…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
سره د مخ کاسه دې له غروره کړه ګرانه! نن دې بيا د چا مور بوره کړه ؟ ولې ؟ دې وژلو د ا وژلی…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
د ګلو بدرګه چې ګام په ګام ورسره ځي په مست او سندريز تګ مې ګلفام ورسره ځي د مخ له ايينو نه يې ګېډۍ…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
د ښكاري نظر د تورو غشو ښكاريو د دردو په څېر په سرو پرهارو بار يو څو سيكې ستا د مسكا لرو په زړو كې…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ستا د مخ جلوې كه پېغلتوب ته رسېدلي دي زما هم اميدونه زلمېتوب ته رسېدلي دي چم ته د جانان چې ښايستونو غېږې وركړلې پوه…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
د ښتې دغاټولو يې روانې دمخ رنګ پسې غرونه په ګونډو ګونډو ښويېري په يو دنګ پسې دې ته تعجب سترګې مې شوې لپې له…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
په تورو څڼو مست سپرلى څومره عجب غږېږي لكه د مينې پر كېسه د شاعر لب غږېږي د مازديګر په زېړ جبين به ګل، ګل…
بشپړ شعر ولولئ ←