د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي شمس خوستي شعرونه

31 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

ښاغلی شمس الله خوستى په کال ۱۳۵۴ لمريز کال کي دخوست ولايت په مركزمتون ورغۀ كلي كې زېږيدلی دی  ، دغوايي كودتاپه دريمه مياشت يې له خپلې كورنۍ سره له ډيورندهاخوا دسيدګيوسيمې ته هجرت وكړ،څومياشتې يې دلته تېرې كړې ،لدې ځايه بياله خپلې كورنۍ سره ميرانشاه ته وليږديد ،لومړنۍ زده کړي يې دميرانشاه سيمې دډنډوپه منځيني ښوونځي كې ترسره كړې اوپه همدې موده كې يې ګلستان ،پنجكتاب ،خلاصه اوځينې نورديني اودفارسي ادب كتابونه هم وويېل،دثانوي زده كړولپاره الفتح ليسې ته لاړچې دميرانشاۀ په ډنډوكلي كې وه ،دغه ليسه دوه كاله په ميرانشاه كې  وه ،خوستي ددې دووكالونوپه اوږدوكې دليسې دلوستونوترڅنګ يوشمېرديني فقي كتابونه ،دقران كريم ژباړه اوځينې نورې زده كړې په ځانګړې (شخصي ) توګه ترسره كړې،خوكله چې افغانستان ته مجاهدين په بري ننوتل نوياده شوې ليسه هم خوست ولايت ته وليږدول شوه ، شمس خوستي ترهغه مهال چې ددوى كډې خوست ته راتلې دخوست په ښاركې دخپلولوستونودترسره كولولپاره كرايي كوته ونيوه او ۱۳۷۲ كې دهمدې ليسې له دوولسم ټولګي څخه په خپل ولايت خوست كې فارغ شو ،لدې وروسته يې ديوكال لپاره دخوست ولايت دغرغښت په عالي مركزي ليسه كې دښوونكي په حيث دنده ترسره كړه ،له يوكال وروسته پېښور ته لاړاوددعوت جهادپوهنتون دادبياتوپوهنځي ته بريالۍ شو،څه موده وروسته نوموړى پوهنتون له پېښورڅخه دافغانستان پلازمېنې كابل ته وليږدول شو،لدې امله چې په كابل كې دواك په سر خپلمنځي جنګونه وو ،نوشمس  ونه شواى كولاى چې خپلو لوړوزده كړوته دوام وركړي ،نويې زده كړې پرېښودې اوبيايې دخوست په ښاري ليسه كې چې اوس د(پوهاندعبدالحۍ حبيبي ) لېسې په نامه ياديږي دښوونې دسپېڅلې دندې ترسره كول په غاړه كول واخيستل  .

شمس دطالبانوپه وخت كې دلومړي ځل لپاره دخپلوپه ګوتوشمارليكوالانواشاعرانوملګروسره چې نېږدې اووه اتۀ تنه به ووداستقلال ادبي ټولنې بنسټ كېښود،اوددې ټولنې لومړنى شاعرؤچې  ( د دردونوتاړاك ) په نوم يې شعري ټولګه خپره كړه  .

خوستى پدې وخت كې دسمون مجلې مرستيال ،له خوست څخه په كابل كې دهېوادورځپاڼې استازى ،دزده كوونكيودملي يوالي دجريدې مرستيال اوديوشمېرنوروجريدوكتنپلاوى په توګه كاركړى .

پدې برسېره خوستي په كابل ،ګردېزاوخوست كې دچاپيدونكيومجلو،ورځپاڼواو اونيزوله لارې بې شمېره مطالب ،دابي ټوټې،شعرونه اومقالې خپرې كړې اوخپريږي .

ښاغلى شمس الله خوستى څه دپاسه پنځه كاله وړاندې دخوست محلي راډيودنشراتومديرپه توګه په دنده وګمارل شو،خوڅه وخت وروسته يې په راډيوكې كارونه ډېرشول پخپله خوښه اوشوق يې دندې ته تغيروركړاودځان لپاره يې په همدې راډيوكې دوياندويۍ دنده غوره كړه  او اوس دخوست په محلي راډيوكې دوياندويۍ ترڅنګ دخوست په محلي تلويزيون كې هم كاركوي اوهمدارازدخوست راډيوتلويزيون وېبپاڼې چلوونكي اوددې ولايت دخپلواكې فرهنګي ټولنې درهبري شورادغړي په توګه كاركوي .

دراډيواوتلويزون كارونوترڅنګ يوشمېروېبپاڼولكه پېنوا ، اوټول افغان سره درېپوټونووركولو،اوله خوست وېب  لپاره له سندرغاړوسره دمركواوځينونوروكارونوچوپړترسره كوي  ،پدې برسېره

د  www.khost-web.net/shamskhostai په نامۀ وېبلاګ هم لري چې خپل شعرونه ،ادبي ټوټې اومقالې پكې خپروي .

بايديادونه وكړوچې شمس الله خوستي خپلې زده كړې پدې ځاى پاى ته نه رسوي ،په پام كې لري چې  په خوست پوهنتون كې خپلې نيمګړې زده كړې ترسره كړي  .

شمس خوستى تراوسه لاندې ليكلي اثار لري  :

 ۱ : ددردنوتاړاك  : شعري ټولګه چاپ

۲ : خوست به څنګه جوړوو،ترسرليك لاندې رساله ( خوست به څنګه جوړوو) نومي كتاب كې  ددې ولايت      دنوروليكوالوله نظرونوسره يوځاى چاپ ده

۳ : ستاريكوف : ناول : ناچاپ ،دغه ناول له بېنواپاڼې  څخه دميخايېل په نوم خپورشوى ،چې اوس يې  دځينولاملونوله مخې نوم ورته ستاريكوف كېښوداودشمس خوستي له وېبلاګ څخه دستاريكوف په نوم  خپورشويدى  .

۴ : شمس اومدارونه : شعري ټولګه ناچاپ

۵ : دادبي ټوټو، ټولګه ناچاپ

۶  : د دُرمودامان  : شعري ټولګه ناچاپ

۷ : ښوونيزبنسټونه :ناچاپ ،  يوښوونيزكتاب دى چې ښوونېزې كړنلارې ،اوصول تدريس اواړوندتوكي پكې دى  .

ښاغلي شمس خوستي شعرونه

غزل

سرې اوسپينې به نغمې دديدن راوړي كه (راځه) اواز كړي تار دسرواوسپينو   دګودردغاړې مات چناربه شين شي بيابه وي كتاركتار دسرو اوسپينو   خدايه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

ترقضازمادشعر

عاشقان دي پرې شيدا ګمراهان دي پرې خطا داسې څوك بې لارې مشه چې په لاركې شي ګمرا شي په درس زمادشعر نابيناسترګې بينا په…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

دنړۍ دي واړه شتۀ له محبت

جوړپه عشق دى زړۀ بنيادزما زه شاعريمه دى څوك استادزما ؟ داشناپه مينه روح دى ښادزما خدايه كړې اباد،دزړه بلادزما *        *       *…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

دنغمودپوښتنې نغمه شوى ځواب

هغه ګونګۍ غونده وه خويوه ورځ يې ماته وكړه يوه پټه كيسه كيسه اوږده ده ډېره نه ،نه كيسه نه وه ،مصريزه ،سندره دځوانۍ وه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

دزړګي پرسرمې

دلمرزرينې وړانګې چې دباران په منشوري سطحه دغشوغوندې ښې پورې  وورې ووزي لكه زړګى په بڼو سورى سورى شي سورى نوبياداوړانګې دلمر په هغه پورې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

غزل

بيابه راشي خوشبــويۍ لونګ به ګل شي دخمار واربه زمـــــــوږوي بنګ به ګل شي   ښكلاګانـــــــــې بــه نغمې نغمې خنداكړي دسروشونډودمسكاوو  رنګ به ګل شي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

غزل

ظالم ساينس پوهـ مو،موسيقيوته وايروس جوړوي چمبې لـــــــــه جـــــــــونــــــواولــــــه ژڼيوموستار وژني   شينكي خالونه ژاړي بل استـــــــــوګنــــــــــځاى نلري دمرګ بلاوې پرې چـــاپېردي تـــــــــرې  رخساروژني  …

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

غزل

زړه مې غـــــــــــــوڅ دى په ګفتاردسرو اوسپينو په انكاراوپـــــــه اقــــــــــــــــــرار دسرو اوسپينو   دنــــــــورونــــــــــوجـــــام به چېرې څښوپه مينه خدايـــــــــه مـــــــه ورانوې ښاردسرو اوسپينو   تــــــــوردېــــــوان…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

غزل

نــــــــــن دميـــــــنې څوسندرې راته وكړه پــــــــكې ســـــــــتادزړه خبرې راته وكړه   تۀ خوهروخت وايې بيړه مې ده،درومې راځه كېــــــنه لــــــــــږې غورې راته وكړه   دازمالېونى…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

غزل

ستاخندا،ژړامې زړه كې دي كـــــــــــــــــرلــــــــې ياره وخت به راشي څنګ په څنګ به ګل شــــي   په اتــــــــڼ كــــــــــــــې بــــــه ژڼكي واچوي څڼې بس ګل…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

غزل

صهباوژني،ساقي وژني ،ساغروژني دعشق تږي رانه هم په ګودروژني   اې رحمانه چې ستاشعرته نڅيدلې رقيب ها دبګرام تركې مګروژني   جنګ يې موږباندې پيرزودى…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

غزل

هرڅو،كه په ظلم سره دنګه شي وبه غورځې بيابه كسرا ړنګه شي   كله چې اوازدانسانيت وشي  بتكده به ړنګه اوبدرنګه شي   ختم به…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

وخته !

وخته ! لوى خطر ته دې سپارلى يم سوزمه مجمرته دې سپارلى يم ګرځېدم ازادپښتون په امن كې فرېب دې راكړشرته دې سپارلى يم كسئ…

بشپړ شعر ولولئ ←