د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شمس خوستي شعرونه

وخته !

وخته ! لوى خطر ته دې سپارلى يم
سوزمه مجمرته دې سپارلى يم
ګرځېدم ازادپښتون په امن كې
فرېب دې راكړشرته دې سپارلى يم
كسئ دې كړم وخته دبڼوترشا
څه چمتولښكرته دې سپارلى يم
رادې كړمقام ،پدې چې وران مې كړې
ټيك دې كړم زرګرته دې سپارلى يم
اوس مې ورور وژنې ته په بل پلوري
داسې سوداګرته دې سپارلى يم
كړې يې جادوده پرما، ځان وژنم
ښه سترجادوګرته دې سپارلى يم
د شاعر نور شعرونه ←