افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ترقضازمادشعر
عاشقان دي پرې شيدا
ګمراهان دي پرې خطا
داسې څوك بې لارې مشه
چې په لاركې شي ګمرا
شي په درس زمادشعر
نابيناسترګې بينا
په تعقيب به يې غني شي
كه فقيروي كه ګدا
كه بادشاه وي تخت به پرېږدي
ځان به وبولي ګدا
باداران به غلامان شي
په تاثيرددې وينا
په تدريس زما دشعر
مقتدي به شي ملا
ملايان به جومات پرېږدي
بيابه لمونځ كړي په سحرا
څوك به غرق په خوښ رضاكړي
دتوركفرپه دريا
څوك كړي بچ له غرقيدونه
داسې وركاندي پنا
دبې دينواستدراج دى
كرامت د اوليا
ترقضازمادشعر
دقاضي څه ده قضا
دى دشمس هره شغله كې
داسې شعردمانا