د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

29 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

صديق الله بدر د ارواښاد بهادرشاه زوى، په ۱۳۴۸ لمريز كال د ننګرهار ولايت د سره  رود  ولسوالۍ د بر سلطانپور په يوه روحاني كورنۍ كې زوكړى دى.
لومړنۍ زده كړې يې تر درېيم ټولګي پورې پخپل كلي كې او پاتې نورې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې تر لسم ټولګي پورې د كابل د سيدجمال الدين په لومړني ښوونځي، د پنځه سوه فاميليو ښوونځي، د خيرخانې او عمر شهيد په ليسو كې بشپړې كړې دي. تر هغه وروسته يې د مخابراتو په تربيوي مركز كې مسلكي زده كړوته مخه كړې او په ۱۳۷۰ لمريز كې دغه زده كړې يې د اقتصادي ستونزو له كبله، د وروستۍ ازموينې په درشل كې نيمګړې پاتې شوې او په نظامي برخو كې يې رسمي دندې ته مخه كړه. د۱۳۸۱لمريز په لومړيو كې يې تر ازموينې وروسته له نوموړي مركز څخه د راډيو او تلوېزيون له څانګې د څوارلسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه كړ.
بدر له وړوكوالي له شعر او شاعرۍ سره مينه درلوده، خو لومړنى شعريې په اتلس كلنۍ په ۱۳۶۶ كال كې ليكلى دى، چې يو بيت يې دا دى.
د زړه وينه مې د هغو ګلو رنګ دى
په وږمو يې چې ناارام زړګى قرار شي
د لومړي شعر تر ليكلو وروسته مطبوعاتو ته يې مخه كړه او له هغه وخت نه تر اوسه ګڼ شعرونه، لنډې كيسې، په پښتو او دري ليكنې ( ادبي، څېړنېزې او سياسي) چاپ شوې دي.
بدر له ۱۳۸۱ نه تر اوسه پورې په كليد ګروپ كې په ژورناليستكي هڅو بوخت دى او د ۱۳۸۴ لمريز كال له نيمايي تر دې دمه پورې د كليد اوونيزې مسوول مدير دى. كليد اوونيزه يوه ټولنيزه، سياسي او خپلواكه اوونيزه ده، چې له كابل نه خپرېږي.
سربېره پر دې نوموړى په افغانستان كې د نړيوال ژورناليزم د مركز، د جنوبي اسيا يا سارك ټولنې د غړو هيوادونو د ژورنالستانو د ټولنې، د شاد كره كتنې د ټولنې د رئيسه هئيت او د خوشال فرهنګي ټولنې او د افغان ادبي بهير غړيتوب هم لري.

د بدر چاپي اثار دا دي.
- د غشو تنده: شعري ټولګه، ۱۳۷۷ چاپ
- ستا به خوښه شي كه نه؟: د ځوانو شاعرانو تذكره، ۱۳۷۷ چاپ
- آئينه: د دري ژبو ليكوالو د لنډو كيسو غورچاڼ: سريزه او راټولنه، ۱۳۸۱ چاپ
- نامتو څېرې: په پښتو او دري، لومړى ټوك ۱۳۸۲چاپ
- د سيمو تاريخي جغرافيه: له علامه رشاد سره د مركو ټولګه، لومړى ټوك، ۱۳۸۲
-  د سيمو تاريخي جغرافيه: له علامه رشاد سره د مركو بشپړه ټولګه( لومړى او دويمه ټولګه)، ۱۳۸۴
- تته كړيكه: د لنډو كيسو ټولګه، ۱۳۸۵

ناچاپ اثار:
د علامه رشاد ژوند او اثار
نامتو څېرې، دويم ټوك
د شعرونو دوې ټولګې
د لنډو كيسو دوې ټولګې
د لونګو دريڅې: د پښتو معاصر شعر ارزونه او پېژندنه
څېرې او مركې: د پښتو د معاصرو پېژندل شويو ليكوالو او شاعرانو د مركو ټولګه
ګلونه، ګلووييونه: د ادبي او څېړنيزو ليكنو ټولګه

دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

غزل

عشقــه ښه ګورې، پرهـرونو نـه، چـې جوړ دى زړه مې  چـې مېـلمـانه لـري نو مـه وايه، چـې سوړ دى زړه مې اوبــه اوبــه خـو بـس…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

زنده ګي

همدا دعا كوم، چې خدایه ډېره زنده ګي راكړې په زړه داسې يوه وېره زنده ګي ماشوم زړه مې ګرم نه دى، دا چې نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

ظلم

په دې زه نپوهېږم دا ظلم ولې كوي دغسې ولې وايي چې زه يوازې يمه خير! ورته به څه ووايم هغه خبره نه ده ښايي…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

زما زړه

پېژنم يــــــــې ښـــــــــه جانانه ما ته معلومېږي، زړه وايې خلــــــه نور ستا دې وي له تا سره جوړېږي زړه دا منـــــــــــــم زمـــــــــا دى خو له…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

ژوند

اوښكې مې په سترګو كې ډنډېږي ژوند   دا خــــو ستا له مخه مې خوښېږي ژوند   هـــــــــــــره لاره ستا منزل ته رسي خو  …

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

ګيله

 ځان را ته بد ښکارېږي  چې در ته دا ليکمه زه در نه تش، ګرانې یو څو قدمه لرې يمه ته راسره يې  ته مې…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

بېګاه،زړه او ژړا

بېګاه مې زړه سره وم بېګاه مې ډېر وژړل څومره دي سخت دا اوسېدل زړه سره   ۱۳۸۹/۴/۱۴ ماسخوتن نهه بجې

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

وياندې سترګې

زړه ته مې ډېرې دي راوړاندې سترګې سترګې دي ستا په ټولو باندې سترګې خود به له زړه درته اوبه اوبه يم داسې چې سترګې…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

سخته

زه دا منم، زه به يوازې ښکارم خو زه يوازې نه يم ما سره زړه دی زما چې ډېر په تنګ شم کله زړه ته…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

مينه

مينه په وينه کې وي ته مې په وينه کې يې *** زه په همدې مينه کې کومه شېبه کې، چې راياده مې شې چې…

بشپړ شعر ولولئ ←
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

ته

ته يو کتاب يې ته يو د مينې کتاب زه چې د دغه کتاب هره پاڼه سوکه سوکه ګورمه وېرېږم هسې نه، چې ژر تمام…

بشپړ شعر ولولئ ←