افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي ملکی خزان شعرونه
20 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
ملکي خزان د محمد سرور زوی د لغمان ولایت د هرمل د سیمې په لعل کلي کې پر ۱۳۳۶ لمریز، کال او له اقتصادي له لحاظه په یو ه منځنی کورنی کي سترګې یی نړۍ ته غړولی دي .. لو مړني زده کړي يي د لغمان ولایت په لومړني ښوونځي او تر یوولسم ټولکي پوري دروښان لیسه کی تر سره کړه دي . دولسم ټولګې يي د کابل ولایت په انصاری لیسه کي پر ۱۳۵۸ کال پای ته رسولی دی . د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تحصیلی دوره یي، ترې د وخت ستونزمنو شرايطوله امله نیمګړې پا تي شوه، او یو کال يي په کابل کي د ژورنالیزم مسلکی زده کړه هم وکړه .
د افغانستان په اردو کي دډګروالی تر پوړۍ رسیدلی دی . خزان د خپل عمر له ۱۶ کلنی نه راپه دي خوا شعر او شاعرۍ سره مینه او اړیکې پیدا او د نورو شاعرانو د شعرونو له لوستلو ځني زیات خوند ا اخیسته . ملکي خزان د افغانستان د لیکوالو او شاعرانود ټولني، افغاني فرهنکي ټولنو غړیتوب در لود.
شعرونه يي په ځانګړي ډول د پیام ، زیری، پامیر. طلوع افغان د ځوانانو په خپرونوپيوستون جرګی، سباوون، ژوندون، اردو او په پيښور کی د افغان داطلاعاتي مر کز، دافغانستان په نوم مجلو کې او د افغانستان دراډ یو ټلوپزون د څپوله لارو خپاره شو دی او دوه ځله دنغدي ادبي جايزو په تر لاسه کولو بریالي شوي دی . پرديسې نغمي دده لومړی شعري جونګه دی چي زیاته برخه يي په پردیسۍ او له هیوادڅخه د هجران په شپوور ځو کې لیکلې دې .او دوه نوري مجمعوي یي هم تر چاپه وتلي دي لکه جل وهلي هیلي او په هندارو کی خوبونه
ښاغلي ملکی خزان شعرونه
ترخه کیسه
دومره مې ترخه شوه د ژوندون کیسه لـــــــکه څوچې زغمي د شبخون کیسه زه چــــې خپـــــــل نصیب ته فکر وکړمه هله شي رایــــــــــاده د…
بشپړ شعر ولولئ ←ښاغلي ملکی خزان شعرونه
توپاني مینه
بار شولو په سر زمـــــــا غــــــم، غــــم، غـــم سوی دې ځګر زمــــــــا غــــــــم، غـــم، غــــم اوس مې نو ټپي ګــــوګـــــــل تــــــه وګورئ څیرې که…
بشپړ شعر ولولئ ←