د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

45 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

د کندهار ښار د کابل دروازې د شمالي  کلا فصيل او باميزو کوڅي  په  تقاطع کي يو کور  دی چي  د احمد شاهي عصر دمشهو شخصيت اشرف الوزار  شاوليخان باميزايي د استوګنې مېنه وه .
په دې کور کي يو خوش سليقه، بې ازاره  او پرهېزګاره  سوداګر او سېدئ. ښاغلی عبدالباري جهاني ، چي نن په فرهنګي  حلقو کي  د پښتو ژبي د نازکخيال شاعر په توګه يو پېژندل  سوې څيره ده ، او شعر يې د پښتو  ادبي زيرمي پر حجم باندي ، د کيفيت او محتوی په لحاظ، ډيره رنګينه  اضافه ده، د نوموړي سوداګر (اروا ښاد حاجي عبدا ﻻحمد) مشر زوی دی چي زما په حساب پنځوس کاله وړاندي په همدې کورکي زېږېدلی دی.
پر يو استاد (مرحوم ملا محمد نور اخند)  مو ديني زده ګړي ګړي، او د کندهار د ميرويس په لېسه کي مو تر دوولسم ټولګي پوري يو ځای درس لوستی دي .
او په  يو کال  پوهنتون  ته  تللي  يو.  زه چي اوس دا کرښي کتږم، ذهن ته مي د نيمي پېړۍ ښو خاطراتو  هغه  ډك  ژوند تداعي ګېږي چي په  ريشتيا س ره  په  وياړلو  ارزي .  زه په هيواد  کي پاته سوم او دی  يې تر يو لړ سرګردانيو وروسته امريکاته   و رساوه وروسته  ماته  هم  مېنه  سره  تبۍ سوه او سر نوشت دا دی د څو کلونو راهيسي د کاناډا اوبه راباندي چښلي دي .عبدالباري جهاني د تعليم په دوران کي شوخ، له درسونه سره يې علاقي خو مستعد شاګرد و.
په هماغه وخت کي له شعر سره مينه وه، شاعرانه و لولې يې  درلودلي ...  د محلي سندرغاړو محفلونه ته ورتلئ او د کندهار  د مشهورو شاعرانو سلام بابا، ملا منان اخند، ميريحي، او مولوي بريالي (شهيد)  ډير شعرونه  يې  په  ياد  زده  وه. حافظه يې دومره پياوړي وه  چي محلي سندرغاړو به ده په مخ کي هغه غزلي نه ويلې چي نورو  ته  به   يې  زده کېدل  نه غوښتل. ځکه  چي عبد الباري جهاني به په يو وار اورېدلو سره حافظې ته  سپارله او سبا ته به هماغه منحصر بفرد غزل د عبدالبري جهاني په کتابچه کي درج وه، جهاني په کلاسيکه موسيقي کي ښه وارد و ، او د موسيقي مقامونه  په مسابقه کي به چي په هغه وخت کي د ځوانانو مشغله وه، پاته  نه  راتلئ له شوخي طبعي سره د ډېرو نازکو عواطفو څښتن و، او په برنده ځوانۍ کي مي څو ګښته ليدلي دي چي له سترګو څخه به يې لپي لپي اوښکي ګرېوانه ته تويولې
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

سندره

اوربل یې ما په خوب کې پریشان لیدلې دې قسمت مې د یارانو دغــه شان لـیـد لـې دې پـــه تـور د ا نتخاب له جنتو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

وچې سولی اوښکی ګریوانونو ته به څه وایو درد راسره خپل سو پرهارونو ته به څه وایو شپې مو په ساحل کې دڅپو له وهمه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

ګونګې جنون مې د پردۍ مینې په تور مـه نیــســه زما په محراب کي بیګانه سجدي په  زور مه نیسه ماتـه نـصیــب د میــني قــــبـر…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

کوڅې به دی خلوت سې غلـــبــلې درڅخه وړم د زړه د پـــرهـــارونــو جـنــازی د رڅخه وړم کلونــه مې ژړلې د نــاســـو رد تـــورو ورځـــو آسمانه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

پــر رقــیــب چــــې مــــې اخـتـر دی له جانانه مې ګیله ده خپل جنون په کاڼـو ولــم لــه اســـمـــانــه مې ګـــیـــلـــه ده دهــو ښــیارو پـــه ټــــولې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

د نیمو شــپــو په اوښکو می د رد ونه نه لمبــوم تڼاکي پر لـیــــمــو وړمه مـزلـونـــه لــمـــبــــوم سجدی ته د شیـریـنې مي تنـدی نــه د…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

چي تللې وو دتشو پـــیــمـــانـــــو ســــره راځـــــو په او ښکو لمبیدلـــــې له سلګو ســــره راځــــــــو څه حکم دزمان څــه بــه یې زور څه به ځنځیر…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

په دې ټولې کې چـــــې روان شې تر زندانه ورځې اوښکو ته مه ورښــــــیه لاری تر ګریــوانـــه ورځې قا صده لاره مــــــې پــیـــدا کړه مــنـــت…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

زه لـــکـــه پـــرخــه په لویدلو کې چا نه ولیدم لـــکــــه نـــســیـم په تیریدلو کې چا نه ولیدم دګل په غـیږ کې مې یوه شپه په…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

غزل

يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يم هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

موږک شېر

د لـوی ښار څخه دبـــــانـــــــدې يــــــــــــــو دره وه جوړه کړې يـــــــــــــوه شيخ پــکښې دېــــــــره وه پر سجده به خدای ته پروت و په خواستونـــــو ټـــــــولې…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

اوس به څه ليکي شاعره

هغه ستا د ابا مينه تالا سوې چه تندي کي دي سجدي ورته ساتلې دګلونو پر غونډۍ اورونه اوري وږمه ځي تر ارغوانه پښه نيولي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

چي رانه سې پسرليه

د خوشحال خان خټک د بهارپه قصيدې په پيروي هی افسوس چي بيا به رانه سي بهار نه ځولۍ ځولۍ ګلونه نه ګلزار نه ښايسته…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

باران په شپه کي

تــــه یـې اورې د بــاران څـاڅـکي تــــویـــېـــږي؟ پــه څـــه زور پـرمـخ د مـځکــي را اورېـــــــــږي؟ هــــم څـــڅـېـږي پــر بامــــــــونـــــو هـــــــم کړکیو پـــرغــوږو یـې آواز څـــومـــــره…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

بی بی رابیا

بـــی بـــی رابــیــا هـــــغــــه د عــــــرش مـــــلـکـــه هــــــا نـــــــازولـــــې د خـــــــــالـــــق لا مــکــــــان چـــی یـــې لـــه ژونــده وو شــیـــــطـان شــــــړلی چـــی یــې پــه زړه کــی…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

بیا راغلی پسرلی دی

بـــــــیـــــا راغـــــــلی پــــــــر وطـــــــــن دی نوبهار بیا نسیم غوټۍ شـــــیــــنـــدلـــــي پــر گــــــــلزار شپې ځولۍ د پرخي راوړي تر گـــــــــلونــــــــــــو غېـــږه ډکـــــــه لــــــــه شبنم اخـــــــــلي ســـــــــهار…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

عدالت

پخوانیو زمانو کی یو هیواد وو په مابین کی د لویو غرونو کي آباد وو غرونه ډک له جواهرو له لعلونو هم د سرو او…

بشپړ شعر ولولئ ←
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

د ازل بندیوان

د پسرلي یوه ښایـــــــــسته سهـــار کـــــی له شنه اسمانه پـــــــــلوشــــــــــې را اوري زه په کوټه کی یم فـــــــــــــکرونـــــــو وړی پر کتابونو د لمر وړانــــــگی ښـــــــــوري…

بشپړ شعر ولولئ ←