د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالباري جهاني شعرونه

باران په شپه کي

تــــه یـې اورې د بــاران څـاڅـکي تــــویـــېـــږي؟
پــه څـــه زور پـرمـخ د مـځکــي را اورېـــــــــږي؟
هــــم څـــڅـېـږي پــر بامــــــــونـــــو هـــــــم کړکیو
پـــرغــوږو یـې آواز څـــومـــــره ښــــــه لـگېـــږي
څــه بېــغــمه څــــــــه  ارام ورتـــــه پــــراتـــــه یـــو
پـه لـمــن کـي د تــیــارې جـــــهـــان ډوبــــېـــــږي
زمــوږ لـه خـــونـي بـهـر ټول جــــهان تیـــــاره دی
د آسـمـان تـر لـمــــن څـــــــاڅـــکي را څــڅېـــږي
د دې  سـتـر بـاران پـه مــــخـکـی دواړه هیـــڅ یو
پر دې مځـکه زمـوږ وجــــــــود نـه مـعـلـومـېږي
یـوځـل پـاڅـه دا زمـــــــــا ږغ په غـــــوږو اورې؟
زمــا اواز دی تـر غــــــوږونـــــو در رسېــــــــږي؟
یـوه شـــــپـه بـه لـــــکـه نـــــن بـــــاد او بــاران وي
پـه هـمـدې کـور کـی چـی اوس پکښي پراته یو
نـه بـه اورو نــه بــــه ویــــنـو نه پوهـــــــــــــېــــــږو
هـېـر مـي نـه سي زه او ته به دواړه مــــــــــړه یــو.
د شاعر نور شعرونه ←