د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانتینرونه د لیلام لپاره وړاندې شوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانتینرونه د درنو مالیاتو او د ځنډ له امله د رامنځته شویو لګښتونو د نه ورکړې له کبله لیلام ته وړاندې شوي دي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د یوه لیلام‌کوونکي شرکت په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د افغان سوداګرو د کانتینرونو دروازې پرانیستل شوې او دننه توکي احتمالي پېرودونکو ته ښودل کېږي.

راپور وايي، د کانتینرونو او سوداګریزو توکو د اوږدې مودې ځنډ له امله پرې درانه مالیات او نور لګښتونه وضع شوي، چې له کبله یې د دغو توکو د لیلام پرېکړه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلینو د پاکستان دا اقدام د سیمه‌ییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی. په راپور کې بیا په کراچۍ بندر کې د پاتې افغان سوداګرو کانتینرونو کره شمېر نه دی ښودل شوی.