د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

پاکستان به په راتلونکو دوو کلونو کې ۵۰۰ زره زده‌کوونکو ته کروم‌بوکونه ورکړي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د دغه هېواد ۵۰۰ زره زده‌کوونکو ته کروم‌بوکونه، انټرنېټي لپټاپونه او د انټرنېټ اسانتیاوې ورکړل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، شهباز شریف په اسلام‌اباد کې د دې پروګرام د پیل په مراسمو کې یو شمېر غوره زده‌کوونکو ته انټرنېټي لپټاپونه ووېشل.

هغه ویلي، ځوانان د پاکستان اصلي پانګه ده او حکومت هڅه کوي چې هغوی پیاوړي کړي او له عصري زده‌کړو سره یې بلد کړي. نوموړي زیاته کړې چې په تېر وخت کې هم د وړتیا پر بنسټ په ټول پاکستان او ازاد کشمیر کې شپږ لکه لپټاپونه وېشل شوي دي.

د شهباز شریف په وینا، د نوي پروګرام لپټاپونه به یوازې د زده‌کړې د وړتیا پر بنسټ ووېشل شي، څو زده‌کوونکي وکولای شي له لرې واټنه زده‌کړې وکړي او له نورو زده‌کوونکو وروسته پاتې نه شي.