لوګر کې یو کس د خپلې خور مېړه وژلی

د لوګر ولایت د برهکي برک ولسوالۍ په څلیزیو کلي کې یو کس خپل اوښی وژلی دی.
ځایي اوسېدونکي وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې وژل شوي کس خپله مېرمن د هغې د پلارګنۍ کور ته له تلو او هلته په یوه واده کې له ګډون څخه منع کړې وه. د دوی په وینا، د دواړو کسانو ترمنځ بدل واده شوی و.
د ځایي سرچینو په خبره، قاتل د خپلې خور د نه پرېښودو له امله د خپل اوښي کور ته ورغی او هغه یې د خپلې مور په وړاندې وواژه.
په افغانستان کې وخت ناوخت د کورني تاوتریخوالي، کورنیو اختلافونو او نورو جنایي پېښو راپورونه خپرېږي؛ خو طالبان د ډېرو ورته پېښو په اړه له څرګندونو ډډه کوي.