د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د پېرېدونکو له کمېدو سره افغان ښځینه خیاطانې له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره د جامو د ګنډلو بازار کمزوری شوی او یو شمېر ښځینه خیاطانې وايي چې د مشتریانو د نشتوالي له امله یې د عاید مهمه سرچینه له لاسه ورکړې ده. دوی وايي، ډېری کورنۍ اوس د نوو جامو د ګنډلو توان نه لري.

په کابل کې یوه ښځینه خیاطه، چې د درېیو کم‌عمره ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، وايي پخوا یې د خیاطۍ له لارې د ژوند لګښتونه برابرول. د هغې په وینا، اوس نه یوازې فرمایشونه کم شوي، بلکې خپله هم د کار د دوام لپاره مناسب فرصت نه لري. نوموړې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وايي خلک د پخوا په پرتله ډېرې کمې جامې ګنډي.

په سمنګان کې هم یوې بلې ښځینه خیاطې د ورته وضعیت یادونه کړې ده. نوموړې د پنځو ماشومانو مور ده او مېړه یې په یوه سیمه‌ییز دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی. هغې ویلي، کله چې خلک د خوړو د برابرولو لپاره له ستونزو سره مخ وي، د جامو اخیستل او ګنډل ورته لومړیتوب نه شي پاتې کېدای.

د خیاطۍ د بازار کمښت یوازې ښځې نه دي اغېزمنې کړې. په بلخ کې یو نارینه خیاط، چې شاوخوا څلوېښت کاله یې په دې کسب کې تېر کړي، وايي د ښځینه جامو د خیاطۍ ډېری دوکانونه تړل شوي دي. د هغه په وینا، اوس په ډېرو ځایونو کې یوازې د نارینه‌وو جامې ګنډل کېږي او کله ناکله د یوه جوړه جامو فرمایش هم د دوکان لپاره د پام وړ بلل کېږي.

دغه خیاط وايي، د مزارشریف ښار د سیاه‌ګرد سیمه پخوا د ښځینه جامو د خیاطۍ د دوکانونو له امله مشهوره وه، خو اوس یو شمېر دوکانونه تړل شوي او ځینې نور د نارینه جامو د ګنډلو پر مرکزونو بدل شوي دي. هغه ادعا کوي چې ښځې د ښځینه جامو خیاطي اوس تر ډېره په کورونو او د کوڅو په دننه کې ترسره کوي. د بلخ د طالبانو ولایتي ادارې د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د ښځو د کار او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې د محدودیتونو له پراخېدو وروسته، ډېرو ښځو د عاید د ترلاسه کولو لپاره خیاطۍ او لاسي صنایعو ته مخه کړې ده. خو د خلکو د پېرلو د توان کمېدل او بازارونو ته د ښځو محدود لاسرسی د دغو کورنیو فعالیتونو د دوام پر وړاندې نورې ستونزې هم رامنځته کوي. د کابل خیاطه وايي، اوس کله ناکله د خپل ناروغ ماشوم لپاره د نورو خلکو مرستې ترلاسه کوي؛ خو د هغې په وینا، د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب دی او د عاید بله سرچینه نه لري.