د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

تمیم عاصي: په ځینو خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو کیفیت ټیټ دی

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي وايي، د هېواد په یو شمېر خصوصي کلینیکونو او روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ټیټ دی.

د عاصي په وینا، په ډېرو روغتونونو کې متخصص ډاکټران او باکیفیته درمل نه شته، خو ناروغانو ته د لوړو لګښتونو په بدل کې کم‌کیفیته درملنه وړاندې کېږي. هغه ادعا کړې چې ځینې ډاکټران د مسلکي زده‌کړو او کافي تجربې لازم شرایط نه لري، چې له امله یې د ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کېدای شي.

نوموړي زیاته کړې، د دغو روغتیايي مرکزونو په اړه شکایتونه کله ناکله د نفوذ او ګواښ له لارې ځپل کېږي. عاصي دا هم ویلي چې د طالبانو ځینې چارواکي په دغو مرکزونو کې سوداګریزې ونډې لري یا یې ملاتړ کوي.

عاصي د طالبانو پر حکومتي جوړښت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ملا هبت‌الله تر مشرۍ لاندې اداره له سیاسي، حقوقي او امنیتي چوکاټ څخه بې‌برخې ده. هغه د طالبانو اوسنی وضعیت «فلج، بې‌وزلی او له خلکو ناخبره» بللی او ادعا یې کړې چې د هېواد چارې د طالبانو د مشر د حکمونو او هغه ته د نږدې کسانو، قوماندانانو او وسله‌والو له لارې پر مخ وړل کېږي.