IMF: د افغانستان او سیمې اقتصادونه ښايي په ۲۰۲۶ کال کې ۱،۳ سلنه کم شي

د پیسو نړیوال صندوق (IMF) اټکل کړی چې د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان ګډ اقتصادي تولید به په ۲۰۲۶ کال کې ۱،۳ سلنه کم شي. دغه وړاندوینه د سیمې د اقتصادي لیدلورو په تازه راپور کې شوې، چې د پنجشنبې په ورځ په دوبۍ کې خپور شو.
صندوق ویلي، د اپرېل میاشتې له اټکل سره په پرتله د سیمې د اقتصادي ودې وړاندوینه کمه شوې ده. د راپور له مخې، له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې اغېزو د انرژۍ پر تولید، سمندري لېږد، سوداګرۍ او سیاحت فشار راوستی او د سیمې د اقتصادي فعالیتونو د کمېدو له مهمو عواملو څخه ګڼل شوي دي.
افغانستان، چې سمندر ته مستقیم لاسرسی نه لري، د سیمهییزو سوداګریزو لارو او د ګاونډیو هېوادونو د ترانسپورتي شبکو له لارې له نړیوالو بازارونو سره تړلی دی. له همدې امله د سوداګرۍ ګډوډي، د لېږد رالېږد د بیو لوړېدل او د لومړنیو توکو د قیمتونو زیاتوالی کولای شي پر افغان سوداګرو او کورنیو اضافي فشار راولي.
د IMF د راپور له مخې، د سمندري لېږد، انرژۍ د اکمالاتو او د پولو هاخوا سوداګرۍ اوږدمهاله ځنډونه به د وارداتي توکو بیې لوړې او د افغانستان اقتصادي ستونزې پراخې کړي. د سیمې کمزوری اقتصادي وضعیت هم د هېواد دننه پر سوداګرۍ او نورو اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز لرلای شي.
صندوق ویلي، د افغانستان او سیمې راتلونکې اقتصادي پایلې به تر ډېره د جګړې د دوام، د مهمو سوداګریزو لارو د بېرته عادي کېدو او د سیمهییزو اقتصادونو د بیا خوځېدو له سرعت سره تړلې وي. د دې ادارې په اټکل، که جګړه د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې کمه شي او سوداګري په تدریجي ډول عادي حالت ته ستنه شي، د افغانستان، پاکستان او د سیمې اقتصادونه ښايي په هماغه کال کې بېرته وده وکړي.
خو IMF ټینګار کړی چې د سیمې اقتصادي وضعیت لا هم له پام وړ نامعلوم حالت سره مخ دی. د راپور د وړاندوینو له مخې، د خلیج د همکارۍ شورا له غړو څخه به د عمان پرته نور هېوادونه په روان کال کې له اقتصادي کمښت سره مخ شي؛ بحرین، کویټ او قطر ښايي په اقتصادي تولید کې له لس سلنې ډېر کموالی وویني، په داسې حال کې چې عمان د کمښت له دې څپې څخه د خوندي پاتې کېدو یوازینی هېواد بلل شوی دی.