په کابل کې د وسلهوالو غلاوو له ادعاوو سره د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، په وروستیو اوونیو او میاشتو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو غلاوو او موټرو د تښتولو ادعا شوې پېښې زیاتې شوې دي. هغوی اندېښنه لري چې غله په ځانګړي ډول د شپې له خوا کورونو ته ننوځي، نغدې پیسې، سره زر، موټر او نور قیمتي توکي وړي او په ځینو مواردو کې له کورنیو سره تاوتریخوالی هم کوي.
د کابل د اتمې ناحیې یوه اوسېدونکي، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې خپل نوم نه دی ښودلی، ازادي راډیو ته ویلي چې په دې وروستیو کې یې په کوڅه کې له یوه کور څخه نغدې پیسې، سره زر او یو موټر غلا شوي دي. نوموړي ادعا کړې چې د ښار په بېلابېلو برخو کې خلک هره ورځ د ورته پېښو خبرونه اوري او د خپلو کورونو د امنیت په اړه اندېښمن دي.
د احمدشاه بابا مېنې یا ارزانقیمت سیمې یوه بل اوسېدونکي هم د غلاوو شکایت کړی دی. د هغه په وینا، شاوخوا یوه میاشت مخکې وسلهوالو کسانو د ورځې په رڼا کې د ده د یوه ملګري کرولا موټر تښتولی، خو تر اوسه نه دی موندل شوی. نوموړي ویلي چې له پېښې وروسته یې امنیتي حوزې او نورو ادارو ته مراجعه کړې، خو د موټر د موندلو هڅې یې پایله نه لري.
د کابل اوسېدونکي وايي، د غلاوو په اړه پرلهپسې خبرونه او په خپلو سیمو کې د ورته پېښو ادعاوې د خلکو اندېښنې زیاتوي. دوی له امنیتي مسوولینو غواړي چې په استوګنیزو سیمو، په ځانګړي ډول هغو ځایونو کې چې د شپې تګ راتګ پکې کم وي، ګزمې ډېرې کړي او د جرمونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکي میر واحد هم غوښتنه کړې چې له نیول شویو غلو سره دې د قانون له مخې جدي چلند وشي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ په وروستیو اوونیو کې د غلاوو او موټر تښتونو په تړاو د بېلابېلو کسانو د نیولو خبرونه خپاره کړي دي. د هغو اعلامیو له مخې چې د راپور لپاره راټولې شوې، د سپټمبر له لسمې د اکټوبر تر لسمې پورې په کابل کې د غلاوو او موټر تښتونو په تړاو د نږدې ۳۰ کسانو د نیولو ادعا شوې ده. په اعلامیو کې ویل شوي چې یو شمېر نیول شوي کسان عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.
امنیه قوماندانۍ تر دې مخکې هم ویلي وو چې د کابل د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د غلاوو په تړاو د یوې ۱۶ کسیزې ډلې غړي نیولي دي. د دې ادارې په وینا، دغې ډلې د بنيحصار په سیمه کې د غلا پر مهال د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی و. خو د کابل اوسېدونکي وايي، یوازې د نیونو اعلانونه د خلکو د امنیتي اندېښنو د کمولو لپاره بسنه نه کوي. د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دې شکایتونو او د وروستیو امنیتي اقداماتو په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته د راپور تر خپرېدو ځواب نه دی ورکړی. رسمي او پرتلهییزې شمېرې هم نه دي خپرې شوې چې وښيي وسلهوالې غلاوې د پخوا په پرتله څومره زیاتې یا کمې شوې دي.