په انقره کې افغان کډوالو د استوګنې کارتونو او قونسلي خدمتونو د اسانتیا غوښتنه وکړه

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو یو شمېر استازو په انقره کې له هغه افغان پلاوي سره د لیدنې پر مهال خپلې ستونزې مطرح کړې، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو له لوري ترکیې ته لېږل شوی دی.
دغه غونډه د لړم په لومړۍ نېټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام د دفتر د رییس سعید احمد بنوري او په ترکیه کې د افغانستان د سفیر صنیعالله فرهمند په ګډون ترسره شوې ده. د یادو وزارتونو پلاوي ویلي، چې د سفر او لیدنې موخه د افغان کډوالو وضعیت له نږدې ارزول او د هغوی شکایتونه د افغانستان او ترکیې اړوندو چارواکو ته رسول دي.
د بنوري په وینا، د پلاوي د ګومارلو پرېکړه د اسلامي امارت د مشرتابه له لارښوونې او په ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو ستونزې او غوښتنې ثبتېږي، څو د څارنې او حل لپاره یې په افغانستان او ترکیه کې له مسوولو ادارو سره شریکې شي.
د افغان کډوالو استازو د استوګنې کارتونو د تمدید له لوړو لګښتونو شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د استوګنې له اسنادو سره سره د ځینو افغانانو نیول کېدل هم یوه جدي ستونزه ده. هغوی په کمپونو کې د شته شرایطو، د ناروغو کډوالو لپاره د ویزو د نه صادرېدو او د استوګنې اړوندو اسنادو په برخه کې د ستونزو په اړه هم خبرې کړې دي.
په غونډه کې د مدني او روغتیايي اسنادو د ترلاسه کولو ستونزې، د هوايي شرکتونو له لوري د سفر د ټکټونو لوړې بیې او د کډوالو د تګ راتګ اړوند نورې ستونزې هم مطرح شوې. کډوالو غوښتنه کړې، چې په ترکیه کې دې د افغانستان د کډوالو اتشې دفتر بېرته فعال شي، څو د هغوی د غوښتنو او ستونزو د څېړلو بهیر اسانه شي.
په ترکیه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت استازي صنیعالله فرهمند ویلي، چې سفارت هڅه کوي د خپل توان تر کچې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست د کډوالو په چارو کې مرستیال محمد صابر عمر هم د مدني اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې د کډوالو ستونزې اورېدلې او د موضوع د څېړلو لپاره یې د هڅو ډاډ ورکړی دی.