په اندراب کې د مقاومت جبهې د قوماندان میرویس د وژل کېدو ادعا شوې

د طالبانو حکومت دفاع وزارت او یوې باوري سرچینې ویلي چې د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» یو قوماندان، چې د میرویس په نوم یاد شوی، له حکومتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی. د سرچینې په وینا، پېښه د بغلان په اندراب کې شوې، خو میرویس د پنجشېر له مقاومت جبهې سره تړاو درلود.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت اړوندې ۲۰۷ عمري قول اردو په اعلامیه کې ویلي چې میرویس خان د صالح محمد ریګستاني خوریی و. ریګستاني په پنجشېر کې د دې ډلې له مهمو قوماندانانو او سلاکارانو څخه بلل کېږي. اعلامیه زیاتوي چې میرویس د شپې شاوخوا درې بجې د پنجشېر د پریان ولسوالۍ له لوري د اندراب د پل حصار ولسوالۍ د نمکآب درې پر لور روان و، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوندو ځواکونو پرې برید وکړ.
د طالبانو حکومت دوو سرچینو هم ویلي چې عملیات په اندراب کې ترسره شوي دي. د ټولنیزو رسنیو په یوه لنډه ویډیو کې یو وسلهوال کس د شپې په تیاره کې لیدل کېږي چې پوځي جامې یې اغوستې دي او ظاهراً د مرګ په حالت کې دی. بيبيسي ویلي چې د ویډیو خپلواکه کرهنه یې نه ده کړې؛ خو یوې سرچینې تایید کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي د «قوماندان میرویس» انځورونه د همدې کس دي.
میرویس د ریګستاني له نږدې کسانو څخه هم بلل شوی دی. د روان کال د اګست په ۲۰مه، په سالنګ کې د طالبانو حکومت د عملیاتو پر مهال د حسیب پنجشېر، چې حسیب قوای مرکز هم ورته ویل کېږي، تر وژل کېدو څو اوونۍ وروسته صالح محمد ریګستاني د مقاومت جبهې د نظامي قرارګاه د عملیاتو عمومي قوماندان وټاکل شو.
ریګستاني څه موده وړاندې په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې افغانستان ته ستنی شوی او د طالبانو حکومت پر وړاندې جګړه او مقاومت یې یوازینۍ لار بللې وه. د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني هم هغه مهال ویلي وو چې ریګستاني د جګړې لپاره افغانستان ته راغلی او د هندوکش په لوړو سیمو کې دی.
د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې مقاومت جبهه او نورې مخالفې ډلې په افغانستان کې فعال پوځي حضور نه لري او د دغو ډلو د فعالیت ادعاوې تر ډېره د ټولنیزو رسنیو تبلیغاتي هڅې دي. ملګرو ملتونو تېره میاشت ویلي وو چې د طالبانو حکومت وسلهوالو مخالفو جبهو په درېیو میاشتو کې د ۸۸ بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې، خو یوازې ۵۵ یې تایید شوي دي.