پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي؛ د هرمز تنګي امنیت د خبرو مهمه موضوع ده

د جېرزلم پوسټ په نوم اسراییلي رسنۍ په یوه تحلیلي راپور کې لیکلي چې پاکستان هڅه کوي له امریکا او ایران دواړو سره خپلې اړیکې وساتي او د منځګړي په توګه د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي.
د راپور له مخې، اسلاماباد غواړي د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو په ساتلو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره زمینه برابره کړي؛ خو پاکستان نه شي کولای امریکا او ایران د یوه توافق منلو ته اړ کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د عاصم منیر د سفر اصلي موخه د تهران او اسلاماباد ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ده.
راپور زیاتوي چې د هرمز تنګي امنیت او د سمندري تګ راتګ بیا پرانیستل د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه دي. د راپور له مخې، ایران د اوو ورځو په موده کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو وړاندیز کړی، خو واشنګټن او تهران لا هم د امنیتي ضمانتونو او سمندري امنیت د مسوولیت پر سر اختلاف لري.
پاکستان تر دې وړاندې هم د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب هڅې کړې دي، خو د بېلابېلو لاملونو له امله دواړه لوري هوکړې ته نه دي رسېدلي.