نتانیاهو: اردوغان غواړي عثماني امپراتوري په نوې بڼه راژوندۍ کړي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هڅه کوي چې پخوانۍ عثماني امپراتوري په نوې بڼه بیا راژوندۍ کړي.
نتانیاهو زیاته کړې چې د ۱۶مې پېړۍ د عثماني واکمنۍ ۴۰۰ کلنه دوره پای ته رسېدلې ده. هغه ټینګار کړی چې اسراییل په هېڅ ډول له ترکیې سره د مخامخ جګړې غوښتونکی نه دی.
د اسراییلو لومړي وزیر ادعا کړې چې ترکیه او اردوغان له اسراییلو سره د شخړې راپورته کولو هڅه کوي او بیتالمقدس د خپلې خاورې په توګه یادوي.
نتانیاهو ویلي، د یهودیانو په تاریخي سیمه کې د «یهودي دولت» په نوم یو ثابت او ځواکمن قدرت شته چې د ده په وینا، تر پایه به له خپلو غوښتنو، ځمکني حاکمیت او امنیت څخه دفاع وکړي.