ملګري ملتونه: د محدودیتونو او تمویل کمښت د افغان ښځو روغتیايي لاسرسی ګواښي

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت محدودیتونو او د نړیوالو بشري مرستو د کمېدو له امله افغان ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو ته له جدي خنډونو سره مخ شوې دي. د دغه سازمان د بشري چارو د برخې مشره سوفیا کالتورپ، چې تازه یې افغانستان ته سفر کړی، خبرداری ورکوي چې که اوسنی وضعیت دوام وکړي، په اوږدمهال کې ښايي ۲۲ میلیونه ښځې او نجونې روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي بېبرخې شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې تر سلو ډېر فرمانونه او محدودیتونه وضع شوي دي. د دغو اقداماتو اغېز د ښځو پر تګ راتګ، زده کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته پر لاسرسي هم څرګند شوی او د هغوی د ورځني ژوند ګڼې برخې یې محدودې کړې دي.
کالتورپ وايي، په روغتیايي برخه کې د ښځو پر زده کړو او کار کولو محدودیتونو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شمېر او فعالیت اغېزمن کړی دی. نوموړې زیاتوي چې په ځینو سیمو کې ښځینه ناروغانې نارینه ډاکټرانو ته د ورتګ له خنډونو سره هم مخ دي؛ هغه وضعیت چې د ناروغو مېرمنو، په ځانګړي ډول د امیندوارو ښځو، د درملنې ترلاسه کول لا ستونزمنوي.
د ملګرو ملتونو دې چارواکې د کونړ ولایت د یوې مېرمنې تجربه هم یاده کړې، چې د هغې په خبره څو ځله یې ماشوم له لاسه ورکړی، خو د روغتیايي خدمتونو د نه شتون یا نه لاسرسي له امله یې درملنه نه ده ترلاسه کړې. کالتورپ وايي، له ځینو نارینه وو سره د خبرو پر مهال ورته څرګنده شوې چې شته محدودیتونه د هغوی د کورنیو له ښځینه غړو سره د مرستې او ملاتړ توان هم کموي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې، د بشري مرستو د همغږۍ دفتر او همکارو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د بودیجې د کمښت له امله نږدې ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو خپل فعالیت درولی یا ځنډولی دی. ویل کېږي چې دې وضعیت د څه باندې یو میلیون ښځو او نجونو پر روغتیايي خدمتونو لاسرسی اغېزمن کړی دی. سربېره پر دې، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له قربانیانو سره د مرستې له ۱۹۳ ډېر مرکزونه هم تړل شوي دي.
دغه سازمان اټکل کوي چې شاوخوا درې میلیونه او څلور سوه زره اړمنې ښځې او نجونې ښايي د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي پاتې شي. ملګري ملتونه وايي، محدودیتونه د روغتیا تر برخې نه محدودېږي؛ شاوخوا دوه میلیونه او شپږ سوه زره نجونې له منځنیو زده کړو بېبرخې دي، چې له وخته مخکې ودونو او د میندو د مړینې د کچې د لوړېدو خطر زیاتولی شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وايي، د مالي سرچینو کمښت مرستندویه بنسټونه دې ته اړ کړي چې پرېکړه وکړي له کومو اړمنو ښځو او نجونو سره مرسته وکړي او د کومو ملاتړ کم کړي. هغې له حکومتونو او نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د مرستو له کمولو ډډه وکړي او له افغان ښځو او نجونو سره خپل مالي ملاتړ زیات کړي.