مجاهد: له اسلامي امارت سره منظم تعامل د افغانستان او سیمې په ګټه دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له افغان چارواکو سره د تعامل پیاوړتیا به د افغانستان د خلکو او سیمې په ګټه وي.
مجاهد د اسلامي همکاریو ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ د پړاوایز تعامل د لارې نقشې د بیاکتنې په غبرګون کې وویل، د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګول مهم دي. د هغه په وینا، نړیوال هېوادونه او ټولنې په دې برخه کې مسوولیت لري.
د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړه چې د افغانستان د سیاسي او ډیپلوماټیک تعامل د پراختیا لپاره باید له هېواد سره د اړیکو د ټینګښت زمینه برابره شي. هغه وویل، د دې اړیکو له پراخېدو سره به له نورو هېوادونو سره هر اړخیزې همکارۍ هم زیاتې شي.
مجاهد له هېوادونو او نړیوالو ټولنو وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت له مثبتې ارزونې سره د تعامل د پراخېدو لپاره همکاري وکړي. هغه ټینګار کړی چې له افغانستان سره باید اړیکې د موجودو واقعیتونو پر درک ولاړې وي.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان په اړه د وزیرانو د اړیکو ډلې په جده کې د یوې مقدماتي تخنیکي غونډې پر مهال د پړاوایز تعامل او اړیکو د چوکاټ پر جوړولو بحث کړی دی.
په یاده غونډه کې ګډونوالو د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت، له واکمنو چارواکو سره د منظم تعامل او د مستقیمو او رغنده خبرو اترو د رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې کړې او خپل نظرونه یې شریک کړي دي.