د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

له پاکستاني زندانونو ۸۹ افغانان خوشې او هېواد ته ولېږدول شول

افغان اتلان · پښتو
له پاکستاني زندانونو ۸۹ افغانان خوشې او هېواد ته ولېږدول شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې له پاکستاني زندانونو ۸۹ افغان کډوال خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

وزارت د تلې په ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان په پاکستان کې د بند بېلابېلې مودې تېرې کړې وې. له خوشې کېدو وروسته هغوی د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، راستنېدلي افغانان د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست د لېږد په آمریت کې ثبت شوي دي. تر ثبت وروسته، هغوی ته بشري مرستې هم ورکړل شوې دي.

وزارت زیاتوي چې دغه کسان له مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي. په خبرپاڼه کې د هغوی د نیول کېدو د لاملونو یا په پاکستان کې د بند د مودې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.