فضل محمود فضلي د پاکستان پر بهرنۍ پالیسۍ نیوکه وکړه

د جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د پاکستان پر بهرنۍ پالیسۍ نیوکه کړې ده.
فضلي ویلي، د پاکستان د سیاست سمت او تګلاره د پښتنو او پاکستانۍ ټولنې د ملي ګټو له مخې نه ټاکل کېږي، بلکې بدلونونه یې د واشنګټن د تمو او تمایلاتو د پوره کولو لپاره رامنځته کېږي.
نوموړي پوښتنه کړې چې ولې پاکستاني چارواکو او هغوی ته نږدې رسنیو څو میاشتې وړاندې د ایران ستاینه کوله، خو اوس یې په چټکۍ غندنه پیل کړې ده. فضلي حیرانتیا څرګنده کړې چې په دومره لنډ وخت کې څه شي دومره لوی بدلون راوستی؛ ایا د ایران په چلند کې بدلون راغلی او که واشنګټن نوې غوښتنې مطرح کړې دي؟
هغه زیاته کړې چې د ده په وینا، استعمارپال ملګري همداسې عمل کوي او دریځ یې له ستاینې تر غندنې او له سوداګریز ملاتړ څخه تر پولو پورې د کړکېچ تر رسېدو په یوه شپه کې بدلېدلی شي.