روسیه په افغانستان کې د داعش خراسان د فعالیتونو په اړه اندېښمنه ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې، د فعالیتونو پر دوام اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې په افغانستان کې د یادو ډلو دوامدار فعالیتونه د امنیتي ګواښونو د پراخېدو اندېښنه رامنځته کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دې ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
مسکو په داسې حال کې د داعش خراسان د فعالیتونو په اړه خپله اندېښنه څرګندوي چې د افغانستان امنیتي وضعیت د سیمې له هېوادونو سره د ترهګرۍ پر ضد د ګډو همکاریو موضوع لا هم مهمه ساتلې ده.