راپور: پاکستان ښايي په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د وسلهوالو ډلو ملاتړ وکړي

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د وسلهوالو ډلو له مشرانو سره لیدلي دي. راپور وايي، په دې لیدنو کې دغو ډلو ته د احتمالي مرستې او ملاتړ د برابرولو موضوع هم مطرح شوې ده.
د راپور معلومات د یوه پاکستاني استخباراتي چارواکي، د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي او د یادو وسلهوالو ډلو د یوه لوړپوړي افغان غړي له قوله وړاندې شوي دي.
راپور ادعا کوي چې پاکستان وروسته له هغې په افغانستان کې د نیابتي جګړو تګلاره پراخه کړې چې د ډیورنډ کرښې او امنیتي مسایلو په اړه یې له طالبانو څخه د خپلو غوښتنو په ترلاسه کولو کې بریا نه ده موندلې. په راپور کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د اوږدې مداخلې سابقه هم د دې ادعاوو د اعتبار له عواملو څخه بلل شوې ده.
امریکايي شنونکی اندریو کوریبکو خبرداری ورکړی چې د پاکستان وروستۍ نیابتي جګړه ښايي منځنۍ اسیا د بېثباتۍ له جدي خطر سره مخ کړي. د هغه په وینا، اسلاماباد هڅه کوي د ډیموکراتیکو ځواکونو د ملاتړ تر عنوان لاندې د امریکا ملاتړ ترلاسه کړي، څو په افغانستان کې بګرام اډې ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدو او د افغانستان د کانونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
کوریبکو وړاندیز کړی چې د دغو احتمالي پایلو د مخنیوي لپاره دې روسیه طالبانو ته اجازه ورکړي چې د داعش جنګیالیو ترڅنګ د پاکستان نیابتي ډلې هم وځپي.