د پاکستان فضايي سفر؛ د افغانستان د لومړي فضانورد یادونه بیا تازه شوه

پاکستان وايي چې پیلوټ محمد ذیشان د چین له فضایي ادارې سره په ګډ ماموریت کې د تیانګونګ فضایي سټیشن ته رسېدلی او د خپل هېواد لومړنی وګړی دی چې فضا ته سفر کوي. نوموړی د دغه سټیشن لومړنی بهرنی فضانورد هم بلل شوی دی.
ذیشان د چین د جیوچوان له فضایي مرکز څخه د شنژو-۲۴ په فضایي بېړۍ کې له دوو چینایي فضانوردانو، تانګ هونګ بو او وو يي، سره یوځای روان شوی و. د سرچینې د معلوماتو له مخې، بېړۍ له نږدې شپږ ساعتونو سفر وروسته تیانګونګ ته ورسېده او هلته مېشتو فضانوردانو یې هرکلی وکړ.
د پاکستان دغه ۴۰ کلن پیلوټ فضايي سفر ته له چمتووالي وړاندې په چین کې د اووه میاشتو په روزنیز پروګرام کې برخه اخیستې وه. ټاکل شوې چې هغه به په فضایي سټیشن کې لس ورځې تېرې کړي او په څو علمي ازموینو کې به ګډون وکړي.
د ماموریت له بشپړېدو وروسته به ذیشان له خپلو چینایي همکارانو سره د شنژو-۲۴ په وسیله بېرته ځمکې ته راستانه شي. هغه یوه چینایي تلویزیون ته ویلي چې په دې سفر خوښ دی، ځکه د چین فضایي سټیشن ته لومړنی بهرنی فضانورد دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دغه سفر د خپل هېواد لپاره تاریخي لاسته راوړنه او د اسلاماباد او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا نښه بللې ده. د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د چین ولسمشر شي جینپینګ هم د ماموریت د بریا مبارکي ورکړې ده.
د پاکستان د دې فضايي ماموریت په تړاو د افغانستان د لومړي فضانورد عبدالاحد مومند یادونه هم شوې ده. د هند د انساني فضايي الوتنو د مرکز د معلوماتو له مخې، مومند د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۲۹مه د پخواني شوروي اتحاد د سایوز ټيام-۶ په ماموریت کې فضا ته ولاړ او نږدې نهه ورځې یې هلته تېرې کړې. هغه د افغانستان لومړنی فضانورد بلل کېږي.