د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د پاکستان د لارو بندښت؛ ننګرهاریان د خوراکي او سون توکو له لوړې بیې شکایت کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ننګرهار اوسېدونکي او سوداګر وايي، له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت د دوی پر ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کړی دی. د دوی په خبره، د خوراکي توکو، لرګیو، ګازو او تېلو بیې لوړې شوې او په ځانګړي ډول په سړه هوا کې کورنۍ د خپلو اړتیاوو له پوره کولو سره مخ دي.

د سپین غر ولسوالۍ د یوه شل کسیزه کورنۍ سرپرست وارث خان وايي، د لارو له تړل کېدو وروسته د بازار بیې په څرګند ډول لوړې شوې دي. هغه ویلي، د اوړو ۴۹ کیلوګرامه بورۍ چې مخکې په ۱۲۰۰ یا ۱۳۰۰ افغانۍ اخیستل کېده، اوس شاوخوا ۱۷۰۰ افغانۍ پلورل کېږي. د ده په وینا، د لس لیټره غوړیو بیه هم له ۸۰۰ یا ۹۰۰ څخه ۱۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

وارث خان زیاتوي چې د لرګیو بیه له هر من ۴۰ افغانۍ څخه ۶۰ افغانیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د ګاز د یوه کیلو بیه له ۵۴ څخه ۷۵ افغانیو ته لوړه شوې ده. هغه وايي، د کار نشتوالی او بې وزلي د دې لامل شوې چې ډېری کورنۍ د کورونو د تودولو وسایل ونه شي برابرولای. د نوموړي په خبره، په سړه هوا کې د کورنیو ماشومان د ناروغیو له خطر سره هم مخامخ دي.

د خوراکي توکو سوداګر عبدالقیوم امرخېل وايي، د پاکستان د لارې بندښت او په ایران کې وروستیو امنیتي ترینګلتیاوو واردات او صادرات له ستونزو سره مخ کړي دي. د هغه په وینا، مالونه اوس د پخوا په پرتله پر اوږدو مسیرونو لېږدول کېږي، چې له امله یې د ترانسپورټ لګښتونه زیات شوي او سوداګر اړ دي توکي په لوړه بیه بازار ته وړاندې کړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد وايي، د ستونزې حل یوازې د تورخم او نورو پاکستاني لارو په پرانیستل کېدو پورې نه شي محدودېدای. هغه وړاندیز کوي چې د بندرعباس، چابهار، ماهي‌روډ، میلک ۷۸، توغارون او اسلام‌قلعه په څېر بدیلې لارې پیاوړې او د ترانسپورتي شرکتونو له لارې د کرایو د کمولو لپاره تړونونه وشي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې تړل شوې دي؛ خو د تورخم او سپین‌بولدک له لارې وخت ناوخت افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي. د دواړو لورو ترمنځ د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب څلور پړاو خبرې شوې، خو د لارو د بیا پرانیستو په اړه تر اوسه پایله نه ده اعلان شوې. د سوداګرۍ وزارت ویاند د راپور تر خپرېدو د نظر غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. سرچینه وايي، په پاکستان کې ځینې سوداګر هم د بندښت له امله د دوه نیم میلیارد ډالرو د زیان ادعا کوي.