د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د فرانسې له طالبانو سره د کډوالو پر سر خبرې؛ د بشري حقونو د څار اندېښنه

افغان اتلان · پښتو
د فرانسې له طالبانو سره د کډوالو پر سر خبرې؛ د بشري حقونو د څار اندېښنه

د بشري حقونو د څار سازمان د فرانسې هغه پرېکړه خطرناک بدلون بللی چې له مخې یې پاریس غواړي له طالبانو سره د هغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه تخنیکي خبرې وکړي چې په فرانسه کې ناقانونه اوسېدونکي بلل کېږي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه اړیکې یوازې تخنیکي بڼه لري او موخه یې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر اسانه کول دي چې په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو پرته حضور لري او د فرانسې ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي. وزارت د خبرو د پیل اعلان تېره اوونۍ کړی و.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې فرشتې عباسي په یوه مقاله کې ویلي، افغانستان ته د افغانانو ستنول ښايي هغوی د ځورونې، شکنجې او نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ کړي. د هغې په وینا، د فرانسې دا اقدام د بشري حقونو په برخه کې د دغه هېواد له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی.

عباسي وايي، که څه هم فرانسوي چارواکي دغه تماسونه تخنیکي خبرې بولي، خو تر اوسه یې داسې تضمین نه دی وړاندې کړی چې د بېرته استول کېدونکو کسانو، په ځانګړي ډول ښځو او نورو له ګواښ سره مخ افغانانو، خوندیتوب به یقیني شي. د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې تر هغه وخته چې طالبان د بشري حقونو پراخو سرغړونو ته دوام ورکوي، هېڅ هېواد باید پناه غوښتونکي په جبري ډول افغانستان ته ونه ستنوي.

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع تر دې مخکې هم د اروپايي هېوادونو او طالبانو ترمنځ مطرح شوې ده. د سرچینې له مخې، د اروپايي هېوادونو په بلنه د طالبانو یو پلاوی د روان کال په جون کې بروکسل ته تللی و او د اروپايي ټولنې له چارواکو سره یې د هغو افغانانو د ستنولو په اړه خبرې کړې وې چې اروپايي هېوادونه یې د جدي جرمونو عاملین او د خپلو هېوادونو امنیت ته ګواښ بولي.

ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې له اروپا څخه د افغان کډوالو ایستل ښايي د جبري بېرته نه ستنولو له اصل سره په ټکر کې وي. د بښنې نړیوال سازمان هم له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې د افغانانو د ایستلو هڅې ودروي. د بشري حقونو د څار سازمان له فرانسې غوښتنه کړې چې د ایستلو هر ډول طرحه ودروي او د کډوالۍ د کنټرول په نوم داسې همکاري ونه کړي چې کسان په افغانستان کې د ځورونې یا لا سختو خطرونو پر لور ولېږدوي.