د طب د فعالیت جواز ازموینه بیا هم د نجونو له ګډون پرته واخیستل شوه

په کابل کې د معالجوي طب له فارغانو څخه د فعالیت جواز یا اېګزېټ ازموینه د جمعې په ورځ واخیستل شوه، خو ښځینه فارغانې پهکې له ګډون څخه بېبرخې وې. د ازموینې د ګډونوالو کره شمېر نهدی اعلان شوی. د ستوماتولوژۍ یا غاښونو د طب اړوند ازموینه به د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.
په کابل کې یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د معالجوي طب ازموینه د میزان په ۱۷مه او د غاښونو د طب ازموینه د میزان په ۲۴مه ټاکل شوې ده. کورنیو رسنیو هم د ازموینو د ملي ادارې د ویاند ناصر خان شیرزي له قوله د ستوماتولوژۍ د ازموینې نېټه تایید کړې ده.
د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر لوړو زدهکړو بندیز لګولی دی. د همدې محدودیتونو له امله هغه نجونې چې په تېرو کلونو کې د طب له پوهنځیو فارغې شوې یا یې زدهکړې نیمګړې پاتې دي، د فعالیت جواز ازموینې ته د ورتګ فرصت نهلري.
فتانې، چې د غزني ولایت د طب پوهنځي پخوانۍ محصله ده، وايي د طب زدهکړې باید د جنسیت پر بنسټ له خنډ سره مخ نهشي. هغې ویلي، نجونو ته باید اجازه ورکړل شي چې خپلې زدهکړې بشپړې، ازموینې ورکړي او د ښځو او ماشومانو د روغتیا په برخه کې خدمت وکړي. د هغې په وینا، د ښځینه ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو کمښت به د ښځو او ماشومانو پر روغتیايي خدمتونو ناوړه اغېز وکړي.
په همدې حال کې، ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو کمښت د بحراني کېدو پر لور روان دی. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق یا یونیسف په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۳،۸ میلیونه له اوو تر ۱۸ کلونو نجونې، چې نږدې ۲،۶ میلیونه یې تنکۍ نجونې وې، له ښوونځیو محرومې پاتې شوې. د راپور له مخې، که محدودیتونه دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به په ثانوي زدهکړو د اغېزمنو نجونو شمېر له دوو میلیونو واوړي.
یونیسف تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو دوام ښايي افغانستان تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۰ زرو ډېرو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو زیاتو روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي. د فراه یوې اوسېدونکې هم ویلي چې په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکترانو، قابلو او نرسانو کمښت زیات شوی او ښځې د کوچنیو روغتیايي اړتیاوو لپاره هم اړ کېږي نارینه روغتیايي کارکوونکو ته مراجعه وکړي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مخکې د ښځینه ډاکترانو او قابلو کمښت منلی و، خو د ستونزې د حل لپاره یې تر اوسه روښانه تګلاره نهده وړاندې کړې.