د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د راتلونکي ژمي پر مهال په افغانستان کې د لوږې د زیاتېدو خبرداری

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د خوړو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو په افغانستان کې د راتلونکي ژمي پر مهال د لوږې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اټکل کېږي چې په راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډه د دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا خبرداری د اکتوبر له ۱۶مې، چې د خوړو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، سره هم‌مهاله خپور شوی. یادو ادارو د افغانستان د میلیونونو وګړو د خوړو د خوندیتوب په اړه د راتلونکي ژمي وضعیت جدي بللی دی.