د تورخم تړل شوې لار د ننګرهار د شکر ناروغان له درملنې بې برخې کوي

د ننګرهار یو شمېر شکر ناروغان وايي، د تورخم لارې تړل کېدو له امله یې په خیبر پښتونخوا کې منظمه درملنه او طبي څارنه درېدلې ده. دوی وايي، که څه هم په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه شته، خو د شکر د ناروغۍ لپاره د اړینو درملو، وسایلو او دوامدارو معایناتو کمښت د دوی ستونزې زیاتې کړې دي.
د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی ولي خان ناصري له څو کلونو راهیسې په شکر اخته دی او د ډاکټرانو په سپارښتنه انسولین کاروي. نوموړي ویلي چې د درملنې له لارې تړل کېدو وروسته هغه ناروغان، چې پخوا به په منظم ډول خیبر پښتونخوا ته تلل، له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. د ده په وینا، د ناروغۍ د کنټرول لپاره یوازې درمل بسنه نه کوي، بلکې د وینې د قند کچه، خوراک، فزیکي فعالیت او روغتیايي حالت هم باید په دوامدار ډول وڅارل شي.
د ننګرهار بل اوسېدونکي محمدالله ویلي چې مور یې د شکر ناروغي لري او مخکې به یې د معایناتو او درملنې لپاره خیبر پښتونخوا ته وړله. هغه وايي، د لارې له تړل کېدو وروسته اړ دي چې هره میاشت یې کابل ته بوځي، خو د کورنۍ اقتصادي وضعیت دومره کمزوری دی چې د سفر او درملنې لګښتونه په منظم ډول نه شي برابرولای.
د شکر ناروغي د بدن د وینې د قند د تنظیم بهیر اغېزمنوي او د اوږدې مودې لپاره درمل، معاینې او طبي څارنې ته اړتیا لري. روغتیايي متخصصان خبرداری ورکوي چې د درملنې ځنډول یا د درملو بېنظمه کارول د ناروغۍ د اختلاطاتو خطر لوړوي. د داخله ناروغیو متخصص نورالله غني خلکو ته سپارښتنه کړې چې د وینې د قند کچه په منظم ډول وازمويي، له خوږو ډېر خوراک څخه ډډه وکړي، مناسب وزن وساتي، ورزش وکړي او صحي خواړه وکاروي. هغه وايي، د شکر ناروغي که پر وخت تشخیص شي، تر ډېره کنټرولېدای شي.
د تورخم لارې تړل کېدو یوازې د ناروغانو پر تګ راتګ اغېز نه دی کړی؛ زرګونه افغانان چې د سوداګرۍ، زدهکړو او کورنیو اړیکو لپاره به پاکستان ته تلل، هم له خنډونو سره مخ دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې هم د روان کال په جنورۍ کې په یوه راپور کې ویلي وو چې د لارو دوامدار تړل کېدو د افغان ناروغانو د درملنې بهیر ستونزمن کړی دی.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱.۹ میلیونه کسان په شکر اخته دي، خو د وزارت په وینا، نږدې ۷۱ سلنه ناروغان لا نه پوهېږي چې په دې ناروغۍ اخته دي. د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې په افغانستان کې د شکر، زړه او پښتورګو په څېر اوږدمهالو ناروغیو تخصصي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی او اقتصادي ستونزې، د متخصصو کارکوونکو کمښت او د طبي وسایلو نشتوالی د درملنې مهمې ننګونې دي. ناروغان غوښتنه کوي چې په هېواد کې ورته منظم، ارزانه او باوري روغتیايي خدمات برابر شي.