د افغان ښځینه متشبثانو لپاره د ۱.۷ میلیون ډالرو ګډ پروګرام اعلان شو

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې اعلان کړی چې د افغان ښځینه متشبثانو د ملاتړ لپاره به د یو میلیون او اووه لکو ډالرو په لومړنۍ پانګونې ګډ پروګرام پيل کړي. ټاکل شوې شاوخوا ۱۵۰۰ ښځې ترې مستقیمه ګټه واخلي او د دغو ادارو په وینا، د پروګرام اغېز به په غیرمستقیم ډول تر ۱۴ زرو ډېرو نورو کسانو ته هم ورسېږي.
دغه پروګرام په داسې مهال اعلان شوی چې په افغانستان کې ښځې د کار، تګ راتګ، بازارونو او اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د دندو کم فرصتونه، بازارونو ته د تګ ستونزې او د تګ راتګ خنډونه د ښځو پر اقتصادي فعالیتونو اغېز کړی دی.
د پروګرام له مخې، ملاتړ به یوازې تر مالي مرستو محدود نه وي. تمه ده ګټه اخیستونکې ښځې د مالي او ډیجیټلي سواد زدهکړې، د کاروبار د مدیریت مشورې، د پلان جوړونې لارښوونې او د خپلو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې هم مرسته ترلاسه کړي. ښځینه متشبثانې وايي، پانګه هغه مهال اغېزناکه تمامېدای شي چې له روزنې، خامو موادو او بازار ته له لاسرسي سره مل وي.
صدیقه، چې په کابل کې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي، وايي د هغې فعالیتونه په تېر کال کې کم شوي او یو شمېر کارکوونکې یې بېکاره شوې دي. نوموړې هیله لري چې نوې مرسته به د تولیداتو په بیا زیاتېدو او د کارکوونکو په بېرته ګومارلو کې ورسره مرسته وکړي. هغې ټینګار کړی چې د مرستو د وېش بهیر باید روڼ او عادلانه وي، ځکه ډېرې ښځې د ملاتړ اړتیا لري.
مریم حیدري بیا غواړي د ښځو د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو د بازارموندنې لپاره شرکت جوړ کړي، خو وايي د کافي بودجې نشتوالي یې د طرحې د عملي کېدو مخه نیولې ده. بله متشبثه، فرزانه، باور لري چې که مالي مرسته د روزنې او بازار موندنې له ملاتړ سره یوځای شي، ښځې به وکولای شي خام مواد برابر، تولیدات زیات او کیفیت لوړ کړي.
اقتصادپوه محمد بشیر دودیال وايي، د ښځو کوچنیو کاروبارونو ته پاملرنه په ګنډلو، لاسي صنایعو، د مېوو په پروسس، چرګانو روزنه، کرنه، بڼوالۍ او د زعفرانو تولید کې د عاید او کار زمینه پراخولی شي. د هغه په باور، مرسته باید د هرې سیمې له اقتصادي ظرفیتونو او د ښځو له واقعي اړتیاوو سره برابره وي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له اووه سلنې کمې ښځې بانکي حساب یا د موبایلي پیسو خدمتونه لري او ډېری یې د کاروبار لپاره پر شخصي سپما، د خپلوانو پورونو یا د شتمنیو پر پلور تکیه کوي. څه باندې ۱۵ زره ښځې د کاروبار جوازونه لري، خو د افغانستان د سوداګرۍ خونې اټکل کوي چې شاوخوا ۱۲۵ زره نورې ښځې له جواز پرته سوداګریز فعالیتونه کوي. د نوي پروګرام اغېز به د ګټه اخیستونکو په روڼ ټاکلو او د مالي، روزنیزو او بازارموندنې اسانتیاوو په برابرولو پورې تړلی وي.