د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت یو کال وغځول شو

انځور پاڼه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړ. دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ د شورا په غونډه کې وشوه.

د ماموریت له تمدید مخکې شاوخوا سلو بشري حقونو سازمانونو له شورا غوښتي وو چې د بېنېټ د کار موده وغځوي. د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو د شورا له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د حقونو د وضعیت څارنه باید دوام ولري.

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو دفتر کې د ایرلنډ استازي لارنس سیمز، د اروپايي ټولنې په استازیتوب، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت او د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت د غځولو پرېکړه‌لیک وړاندې کړ. هغه وویل چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو د غږ د محدودېدو په اړه نړیواله پاملرنه باید دوام وکړي.

سیمز ټینګار وکړ چې د افغان ښځو او نجونو نظرونه باید د نړیوالو هڅو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو د شورا، په مرکز کې پاتې شي. د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د بحثونو د دوام ملاتړ کوي.

د جاپان استازي په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت «ژوره اندېښنه» څرګنده کړه او ویې ویل چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض بنسټیز شوی دی. جاپان له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر حقونو لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي او د افغانستان نړیوالې بشري حقونو ژمنې عملي کړي.

چین، چې د طالبانو د حکومت له ملاتړو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، د پرېکړه‌لیک په اړه له رایې ورکولو ډډه وکړه؛ خو استازي یې له طالبانو وغوښتل چې د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، اساسي حقونه خوندي کړي. چین همدارنګه د ترهګرو ډلو پر وړاندې د «قاطع او اغېزمنو» اقداماتو غوښتنه وکړه.

ریچارډ بېنېټ د خپل ماموریت له تمدید وروسته د بشري حقونو له شورا مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د حقونو د دفاع لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د هغه د ماموریت تمدید یوه ورځ وروسته له هغې وشو چې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د حکومت د کابینې د دوو وزیرانو د نیولو حکمونه اعلان کړل.

طالبانو تر دې مخکې څو ځله ویلي چې د افغانستان د وګړو حقونه د اسلامي شریعت له مخې تأمینېږي؛ خو د دوی حکومت د بشري حقونو د وضعیت له امله د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له پرله‌پسې نیوکو سره مخ دی.