د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د افغانستان د سولې او مرستو پخوانی ملګرو ملتونو چارواکی بنون سیوان مړ شو

انځور پاڼه
د افغانستان د سولې او مرستو پخوانی ملګرو ملتونو چارواکی بنون سیوان مړ شو

د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د افغانستان په چارو کې تجربه لرونکی ډیپلومات بنون سیوان د ۸۹ کلونو په عمر د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې په خپل کور کې مړ شوی دی. د هغه د کورنۍ یوې نږدې سرچینې د نوموړي مړینه تایید کړې، خو د مړینې کره لامل یې لا نه دی څرګند.

سیوان د ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰مو کلونو پر مهال د افغانستان د جګړې، سیاسي بدلونونو او بشري اړتیاوو په تړاو د ملګرو ملتونو په هڅو کې مهم رول درلود. نوموړی په ۱۹۸۸ کال کې د افغانستان په اړه د جنیوا تړون د لاسلیک پر مهال د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دفتر مشر او لوړپوړی سیاسي سلاکار و.

په ۱۹۹۰ کال کې هغه د جنیوا تړون د عملي کېدو د څار مسوول وټاکل شو او یو کال وروسته یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او اقتصادي مرستو د مدیریت او همغږۍ دنده هم پر غاړه واخیسته. هغه د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت د ړنګېدو، د کورنیو جګړو د پیل او د افغان ډلو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي لپاره د نړیوالو هڅو د ناکامېدو شاهد هم و.

سیوان تر مړینې څو ورځې مخکې له بي‌بي‌سي سره په خپله وروستۍ مرکه کې د افغانستان له خلکو سره د خپلې خواخوږۍ خبرې کړې وې. هغه ویلي و چې د خپلې دندې پر مهال یې له افغانانو سره ګډ کړاوونه لیدلي او د جګړې له امله، په ځانګړي ډول د ماینونو د چاودنو له کبله، د ماشومانو له مرګ‌ژوبلې نږدې خبر و.

نوموړي ټینګار کړی و چې په افغانستان کې تلپاتې سوله هغه مهال ممکنه ده چې افغانان پخپله د سولې بهیر طرحه، رهبري او مالکیت یې ولري. هغه په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکټر نجیب‌الله د ایستلو لپاره د خپلو هڅو په اړه هم ویلي و چې د مجاهدینو د مشرانو ترمنځ د لنډمهاله حکومت پر سر د هوکړې له نه رامنځته کېدو وروسته یې له اسلام‌اباده کابل ته د تګ پرېکړه وکړه، ځکه اندېښمن و چې ښايي نجیب‌الله ووژل شي.

سیوان د ملګرو ملتونو پر هغه مهالنیو اقداماتو نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې د نجیب‌الله د ژغورلو لپاره کافي هڅې ونه شوې. هغه باور درلود چې په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتره د نجیب‌الله تر نیول کېدو او وژل کېدو وروسته باید څېړنه شوې وای.

بنون سیوان په ۱۹۹۲ کال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي چارو مرستیال شو او وروسته یې په عراق کې د «خوړو په بدل کې تېل» پروګرام مشري وکړه. په ۲۰۰۳ کال کې په بغداد کې د ملګرو ملتونو پر دفتر له مرګوني برید څخه ژوندی پاتې شو؛ په دغه برید کې ۲۲ کارکوونکي ووژل شول. په ۲۰۰۷ کال کې امریکايي څارنوالانو هغه د رشوت او درغلۍ په تور تورن کړ، خو سیوان دا ادعاوې رد کړې او تر پایه یې ځان بې‌ګناه باله.