د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د افغانستان د جرمونو د څېړنې میکانیزم د بودجې کمېدو په اړه اندېښنې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانیزم د کارکوونکو د شمېر کمولو وړاندیز به د دغه بنسټ وړتیا په جدي ډول راټیټه کړي. د سازمان په وینا، دا پرېکړه کولای شي د نړیوالو جرمونو د شواهدو راټولول او د حساب ورکونې هڅې له ستونزو سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو د اداري او بودجوي چارو مشورتي کمېټې وړاندیز کړی چې په ۲۰۲۷ کال کې د یاد میکانیزم له ۱۷ بستونو څخه اووه بستونه لغوه شي. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په دې توګه به د بنسټ تشکیلات له نیمایي څخه ډېر راکم شي او د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره به یې امکانات محدود شي.

د رواداري بنسټ مشره او د بشري حقونو فعاله شهرزاد اکبر هم د دې وړاندیز په غبرګون کې د میکانیزم د خپلواکۍ او کاري وړتیا پر ساتلو ټینګار کړی دی. هغې ازادي راډیو ته ویلي چې رواداري له نورو بشري حقونو بنسټونو سره په ګډه له دیپلوماتیکو سرچینو سره اړیکه نیولې او د بودجې او تشکیلاتو د کمولو د وړاندیز د رد غوښتنه یې کړې ده.

اکبر ویلي، د کارکوونکو کمېدل ښايي د اسنادو او شواهدو د پر وخت راټولېدو مخه ونیسي. د هغې په وینا، قربانیان او خلک تمه لري چې د میکانیزم مستندول په دقیق او اغېزمن ډول ترسره شي، څو راټول شوي معلومات په ملي او نړیوالو محکمو کې د احتمالي قضیو لپاره وکارول شي.

د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانیزم د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غړو هېوادونو په هوکړه جوړ شو. د دې بنسټ دنده په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو اړوند شواهد راټولول، ساتل او څېړل، او د قضايي تعقیب لپاره د دوسیو برابرول دي. تمه ده چې څېړنې یې، په ځانګړي ډول، د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او تعقیب احتمالي پېښې وڅېړي.

د بشري حقونو د څار سازمان اندېښنه ښودلې چې د بودجې وړاندیز شوې طرحه یوازې د کارکوونکو شمېر نه کموي، بلکې د اړیکو، امنیت او اداري ملاتړ چارې هم نورو ملګرو ملتونو څانګو ته سپاري. د دغه سازمان په باور، دا بدلون د میکانیزم عملیاتي خپلواکي کمزورې کولای شي؛ هغه خپلواکي چې د څېړنو د محرمیت، د شواهدو د خوندي ساتلو او د کارکوونکو، شاهدانو او قربانیانو د امنیت لپاره مهمه بلل شوې ده.

یاد سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې د کمولو وړاندیزونه رد او هغه بودجه تصویب کړي چې سرمنشي انتونیو ګوترېش د میکانیزم لپاره غوښتې ده. ګوترېش د ۲۰۲۷ کال په بودجوي وړاندیز کې د یوناما د ۶۰ بستونو د کمولو خبر ورکړی، خو د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانیزم لپاره یې د ۳،۲ میلیونه ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې ده.