د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو یو کلن بندښت؛ دواړو غاړو ته درانه زیانونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د تړل کېدو نږدې یو کال وروسته، د دواړو هېوادونو سوداګر، بزګران، صنعتکاران او ترانسپورټي شرکتونه لا هم له پراخو مالي ستونزو سره مخ دي. د دغو لارو بندښت د دواړو هېوادونو پر اقتصاد سربېره د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ پر سیمهییز تجارت هم اغېز کړی دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې له وسلهوالو نښتو او بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې مهمې سوداګریزې لارې وتړلې. تورخم، سپین بولدک، غلام خان، خرلاڅي او انګور اډه هغه لارې دي چې له لارې یې پخوا هر کال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دوهاړخیز او ترانزیټي توکي لېږدول کېدل.
د طالبانو حکومت پاکستان تورنوي چې سوداګري د فشار لپاره کاروي او وايي چې اقتصادي راکړه ورکړه باید له سیاسي اختلافونو بېله وساتل شي. د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو غوښتي چې بدیلې لارې او بازارونه ومومي. ایران، روسیه، د منځنۍ اسیا هېوادونه، چین، بلاروس او ترکیه اوس افغانستان ته د توکو د واردولو له مهمو سرچینو څخه بلل کېږي، خو ډېری دغه لارې د پاکستان له لارې په پرتله اوږدې او ګرانې دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی وايي، د لارو بندښت په ځانګړي ډول د تازه مېوو او سبو پر صادراتو ناوړه اغېز کړی دی. د سوداګرو په وینا، پاکستان د افغان تازه مېوو لپاره نږدې بازار و او له هغه ځایه به د هند په ګډون نورو بازارونو ته هم توکي تلل. په کندهار کې یوه سوداګر حاجي سعدالله ویلي چې د تازه مېوو بیې تر ۸۰ سلنې پورې راټیټې شوې دي.
د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د ترانزیټي سوداګرۍ درېدلو هم د وارداتو لګښت لوړ کړی دی. الکوزي ویلي، پخوا د یوه کانټینر د راوړلو بیه شاوخوا ۲۵۰۰ ډالره وه، خو اوس د ځینو بدیلو لارو له لارې دغه لګښت تر ۱۰ زرو ډالرو هم رسېږي. د ایران له لارې د سوداګرۍ ستونزې، چې د ایران او اسرائیلو د جګړې له پیل وروسته زیاتې شوې، د افغان سوداګرو مشکلات نور هم پراخ کړي دي. په کابل او کندهار کې هټیوالو د ځینو توکو د بیو له لوړېدو او د ګټې له کمېدو شکایت کړی؛ یوه کندهاري هټیوال ویلي، د ده ورځنۍ ګټه له ۸۰ افغانیو څخه ۲۰ افغانیو ته راکمه شوې ده.
د سوداګریزو اړیکو د پرې کېدو اغېز په پاکستان کې هم محسوس شوی دی. د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ ګډې خونې مشر زاهدالله شینواري ادعا کوي چې د دغه ایالت د سوداګرۍ تر ۹۰ سلنې پورې له افغانستان سره تړاو درلود، خو اوس د ډېرو فابریکو تولید درېدلی یا د پخوا د کچې ۱۵ سلنې ته راټیټ شوی دی. د پاکستان سوداګرو ویلي چې زرګونه لارۍ ولاړې دي او ګڼ شمېر کسان بېروزګاره شوي؛ د تورخم له لارې مخکې هره ورځ له ۸۰۰ تر ۱۲۰۰ پورې لارۍ تېرېدلې.
سره له دې، د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي چې د لارو بندښت افغانان د کورني تولید او ځانبسیاینې پر لور هڅولي او په تېر کال کې ګڼو فابریکو فعالیت پیل کړی دی. خو د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا لا هم روانه ده، د لارو د پرانیستل کېدو څرګنده نښه نه لیدل کېږي، او د سوداګرو په باور د بندښت اصلي زیان د پولې دواړو غاړو ته مېشتو خلکو ته رسېږي.