د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د پړاوایز تعامل طرحه څېړي

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې په مقدماتي تخنیکي غونډه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو او تعامل د تنظیم لپاره د یوې پړاوایزې لارې نقشې پر جوړولو بحث کړی دی.
غونډه د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شوې، چې ګډونوالو پهکې د افغانستان وروستي سیاسي بدلونونه او بشري وضعیت وڅېړه. د بحثونو یوه مهمه برخه له افغان واکمنو چارواکو سره د منظم او تدریجي تعامل لپاره د یوه مشخص چوکاټ رامنځته کولو ته ځانګړې شوې وه.
د اسلامي همکاریو سازمان د څرګندونو له مخې، وړاندیز شوی چوکاټ د افغانانو د ګټو د خوندي کولو او په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ د ملاتړ لپاره په پام کې نیول کېږي. په غونډه کې د دې هدفونو د عملي کولو پر ممکنه لارو هم خبرې وشوې.
ګډونوالو هغه لومړیتوبونه هم وارزول چې د وزیرانو د تماس ډله به پرې تمرکز کوي. دغه لومړیتوبونه به د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د افغانستان په اړه د اړوندو پرېکړهلیکونو د عملي کولو له بهیر سره تړاو ولري.
په غونډه کې له اسلامي امارت سره د ګډو موضوعاتو په اړه د مستقیمو او رغنده خبرو اترو پر ترسره کولو هم نظرونه شریک شول. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې پړاو کې د تعامل د عمومي چوکاټ او د تماس ډلې د راتلونکو تمرکزونو په اړه بحثونه شوي دي.