د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

خان مرجان: له ټي ټي پي سره د خبرو لپاره دې افغان خاورې ته د سفر لاره پرانیستل شي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا د نوې جوړې شوې شورا مرستیال خان مرجان په یوه تازه مرکه کې له اسلام‌اباد غوښتي چې افغان خاورې ته د دوی د سفر لاره پرانیزي، څو له تحریک طالبان پاکستان او د حافظ ګل بهادر له ډلې سره مخامخ خبرې پیل کړي.

خان مرجان ویلي، هغه مهال چې له طالبانو سره د پاکستان تېر مذاکرات روان وو، په دغه هېواد کې تر ۹۰ ورځو پورې حتی د یوه پټاکۍ غږ هم نه اورېدل کېده.

نوموړي ټینګار کړی چې ټي ټي پي او د حافظ ګل بهادر ډله د مینې او روغې جوړې په ژبه پوهېږي او له سفارتي او مستقیمو خبرو پرته بله لار نه شته.

بلخوا، په خیبر پښتونخوا کې د صوبايي حکومت او اسلام‌اباد ترمنځ د دوه‌ګونې پالیسۍ او د ترهګرۍ پر وړاندې د روانو پوځي اقداماتو پر سر اختلافاتو بیړنی حالت رامنځته کړی دی.