بېرته ستنېدونکي افغانان د کورونو له کمښت سره مخ دي؛ ملګري ملتونه د بېړني اقدام غوښتنه کوي

ملګرو ملتونو د استوګنځیو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې له امله د سرپناه اړتیا په بېساري ډول زیاته شوې ده. دغه سازمان مناسب استوګنځی د انساني کرامت، خوندیتوب او هوساینې له اساسي اړتیاوو څخه بولي او په هېواد کې یې برابرول بېړنۍ او ژوند ژغورونکې چاره ګڼلې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تر اوسه له شپږ میلیونو ډېر افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې که د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر دوام وکړي، د راستنېدونکو شمېر به نور هم لوړ شي او ورسره به د کورونو، اوبو او نورو لومړنیو خدمتونو اړتیا هم پراخه شي.
د ملګرو ملتونو د استوګنځیو ادارې یا «یو اېن هبیټاټ» ویلي، د راستنېدونکو افغانانو لپاره موجود ملاتړ د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه دی. د دې ادارې په وینا، ډېری بېرته ستنېدونکي کسان له سرپناه سره جدي ستونزه لري او د اوږدې مودې لپاره د مناسب کور موندل ورته اسانه نه دي.
کمالالدین، چې څه موده وړاندې د پاکستان له پنجاب ایالته افغانستان ته ستون شوی، وايي چې اوس د کابل په پلچرخي سیمه کې په کرايي کور کې ژوند کوي. هغه ویلي چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی او له ده سره یوځای ګڼ نور راستنېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي. نوموړي د ژمي له رارسېدو مخکې د بېسرپرسته کورنیو لپاره د پاملرنې او مرستو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.
د «یو اېن هبیټاټ» د تېر کال د معلوماتو له مخې، د کابل له هرو پنځو اوسېدونکو څخه یو کس په غیرمعیاري استوګنځای کې ژوند کوي. دغه ډول کورونه د سختو بارانونو، زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال د نړېدو له خطر سره مخ وي؛ په تېرو ورته پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د خلکو د مړینې راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د ځمکې لاندې اوبو د کچې کمېدل، د څښاک پاکو اوبو کمښت او د فاضله اوبو له امله ککړتیا هغه نورې ستونزې دي چې د کابل او د افغانستان د ځینو لویو ښارونو اوسېدونکي ورسره مخ دي. ملګري ملتونه وايي، د حل لپاره یې داسې منظم ښارګوټي او پراخې تګلارې اړینې دي چې د کمعاید لرونکو کورنیو، بېکوره خلکو او د بېځایه کېدو له ګواښ سره مخ ټولنو اړتیاوې په پام کې ونیسي. د دې سازمان په وینا، د استوګنځایونو نوې طرحې باید د اقلیمي بدلون پر وړاندې پیاوړې وي او د سیمو کلتوري شرایط هم پکې مراعات شي.