د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

بلومبرګ: امریکا ښايي یو شمېر توقیف شوي افغانان پاکستان ته ولېږدوي

افغان اتلان · پښتو
بلومبرګ: امریکا ښايي یو شمېر توقیف شوي افغانان پاکستان ته ولېږدوي

بلومبرګ راپور ورکړی چې د امریکا حکومت ښايي په راتلونکو اونیو کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي او نور افغان اتباع، چې د کډوالۍ ادارې په توقیف‌خونو کې ساتل کېږي، پاکستان ته ولېږدوي. د راپور له مخې، د دې کسانو په ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی و.

د افغان کډوالو د ملاتړ ادارې «افغان ایواک» بلومبرګ ته ویلي چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره د یوې چارټر الوتنې پلان جوړ شوی او ټاکل شوې د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د امریکا د لویزیانا ایالت څخه پورته شي. دې ادارې دا نه دي روښانه کړي چې الوتکه به کوم هېواد ته ولاړه شي، خو ادعا یې کړې چې پاکستان ښايي د دغو افغانانو لپاره لنډمهالی تمځای وټاکل شي.

افغان ایواک ویلي، له هغو معلوماتو سره سم چې د امریکا د حکومت له داخلي سرچینو څخه یې ترلاسه کړي، امکان لري افغانان له پاکستان وروسته افغانستان ته واستول شي. بلومبرګ د دې ادعاوو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نظر هم غوښتی، خو وزارت نه د افغانانو پاکستان ته د لېږد راپور تایید کړی او نه یې رد کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل ځواب کې ویلي چې ټول هېوادونه باید وکولای شي خپلې پولې او د کډوالۍ بهیرونه داسې تنظیم کړي چې د خپلو اتباعو خوندیتوب، امنیت او هوساینه خوندي شي. وزارت تر دې وړاندې مرکزي افریقا جمهوریت ته د افغان پناه غوښتونکو د لېږد په اړه ویلي وو چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د تګلارو پلي کول یې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

د افغان کډوالو ملاتړې ادارې په وینا، لږ تر لږه ۱۰ افغان اتباع تېره اوونۍ، او ۱۲ نور افغان پناه غوښتونکي د اګست په میاشت کې له امریکا څخه د مرکزي افریقا جمهوریت ته انتقال شوي دي. د امریکا حکومت هڅه کوي هغه کسان چې په غیرقانوني ډول دغه هېواد ته داخل شوي، د خپلې کډوالۍ پالیسۍ له مخې درېیمو هېوادونو ته ولېږدوي؛ له دې وړاندې هم یو شمېر افغانان د همدې تګلارې په ترڅ کې له امریکا څخه نورو هېوادونو ته انتقال شوي دي.

پاکستان له څو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو او افغانستان ته د ستنولو لړۍ پر مخ وړي او د دغو کډوالو یوه لویه برخه په جبري ډول ستنه شوې ده. ملګرو ملتونو بیا ټینګار کړی چې افغانستان ته د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې له ستنېدو وروسته د تعقیب یا غچ اخیستنې له خطر سره مخ کېدای شي.