ایمل ولي خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګراتګ لارې دې بېرته پرانیستل شي

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګراتګ د لارو د ژر تر ژره بېرته پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي دا څرګندونې د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د خپل ګوند د یوې ولسي غونډې پر مهال کړې دي. هغه ویلي، د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د تګراتګ دروازو تړل کېدو د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر اقتصادي ژوند منفي اغېز کړی دی.
ایمل ولي خان ټینګار کړی چې د پښتون مېشتو سیمو، په ځانګړي ډول چمن، باجوړ، مومندو، وزیرستانونو او چترال ترمنځ باید سوداګریزې او د تګراتګ لارې بېرته فعالې شي.
د عوامي نشنل ګوند مشر ویلي، د دغو لارو تړل کېدل خلک او سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي او د سیمې د اوسېدونکو کاري فرصتونه زیانمنوي. د نوموړي په وینا، د خلکو اقتصادي حقونه باید له سیاسي اختلافونو سره ونه تړل شي.
هغه زیاته کړې چې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشت خلک د سوداګرۍ او تګراتګ حق لري او د پاکستان چارواکي باید د دغو حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
ایمل ولي خان د ستونزې د حل لپاره د خلکو ګټو ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د لارو پرانیستل کېدل کولی شي د سرحدي سیمو د خلکو پر اقتصادي وضعیت اغېز ولري.