د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان او ملګري ملتونه د پراختیايي همکاریو پر پراخولو هوکړه شول

افغان اتلان · پښتو
افغانستان او ملګري ملتونه د پراختیايي همکاریو پر پراخولو هوکړه شول

د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف په کابل کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له استازي تورهان صالح سره په لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت او د پراختیايي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي. په دې ناسته کې د خصوصي سکټور ملاتړ، د پراختیايي پروژو عملي کول او د اقتصادي ودې د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړل شوې.

د اقتصاد وزارت په وینا، حنیف د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې او د اوبو سرچینو د ښه مدیریت موضوعات مهم وبلل. نوموړي ویلي، بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدو، د اسلامي امارت نه رسمیت پېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدو د هېواد پر اقتصادي پرمختګ اغېز کړی دی.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د اقلیمي بدلونونو اغېزې او د کډوالو پراخه راستنېدنه هم هغه عوامل دي چې پر خلکو یې اقتصادي او ټولنیز فشارونه زیات کړي دي. د اقتصاد وزیر ویلي، راستنېدونکو کورنیو ته د سرپناه برابرول او د سړکونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول باید د پراختیايي پروګرامونو له لومړیتوبونو څخه وي.

حنیف ټینګار کړی چې د بنسټیزو او تولیدي پروژو پلي کېدل کولی شي د کار زمینه برابره کړي، د کورنیو عوایدو کچه لوړه کړي او د بېوزلۍ په کمېدو کې مرسته وکړي. د هغه په وینا، دغه ډول پروژې د هېواد لپاره د دوامدارې اقتصادي ودې زمینه هم برابرولای شي.

بل لوري ته، تورهان صالح د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې د افغانستان اقتصادي لاسته‌راوړنې ستایلې او له هېواد سره یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی. هغه ویلي، دغه پروګرام د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې، د اوبو د کوچنیو بندونو د جوړولو او د روزنیزو پروګرامونو په برخو کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي د پراختیايي پروژو د پلي کېدو، د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ او د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې هم د همکارۍ دوام اعلان کړی دی. د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي وړتیاوو د لوړولو، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په افغانستان کې د پرله‌پسې پرمختګ د ملاتړ لپاره د همغږۍ پر پراخولو ټینګار وکړ.