د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

کېت کېلوګ: واشنګټن دې د طالبانو د بدیل په لټه کې افغان سیاسي بهیرونه وڅېړي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او د ملي امنیت پخواني چارواکي کېت کېلوګ، په واشنګټن کې د افغانستان د ازادۍ حرکت له اجرایي رییس الیاس فیضي غوریاني سره تر لیدنې وروسته، له متحده ایالتونو غوښتي چې د طالبانو د بدیل په لټه کې له افغان سیاسي بهیرونو سره تعامل وکړي.

کېلوګ په واشنګټن پوسټ کې په خپله لیکنه کې ویلي، د افغانستان د ازادۍ حرکت یا هر نوي سیاسي خوځښت د بریا معیار به دا وي چې په افغانستان کې ولسي ملاتړ ترلاسه کړي او د بېلابېلو ګټو لرونکې ټولنه سره یو موټی کړای شي. د هغه په وینا، دغه بهیرونه باید د حکومتولۍ یو باور وړ بدیل هم وړاندې کړي؛ هغه معیارونه چې ستونزمن، خو اړین دي.

په مطلب کې ویل شوي چې د طالبانو د واکمنۍ له دوام سره د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، حقونه محدود شوي او افغانستان له نړیوالې او سیمه‌ییزې انزوا سره مخ دی. همداراز ادعا شوې چې د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ لا داسې همغږي نه ده رامنځته شوې چې د افغانانو هیله پرې وتړل شي.

کېلوګ ویلي، واشنګټن د طالبانو د بدیل د ملاتړ لپاره افغانستان ته د ځواکونو د بېرته لېږلو، د ملت جوړونې د نوي ماموریت یا د امریکايي مالیه ورکوونکو د نوو لګښتونو منلو ته اړتیا نه لري. د هغه په باور، په افغانستان کې تلپاتې بدلون باید د افغانانو په لاس رامنځته شي او پایله یې باید مشروع حکومت، باوري سوداګریز بنسټونه او له ګاونډیانو سره ښې اړیکې وي.

نوموړي زیاته کړې چې دا ډول وضعیت کولی شي امریکايي شرکتونو ته سوداګریز فرصتونه برابر او د سیمې له امنیت سره مرسته وکړي. هغه د افغانستان په اړه د امریکا اوسنی کم پام ستره تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې بېجینګ له دې حالت څخه د افغانستان د کاني زېرمو د ترلاسه کولو او خپل نفوذ د پراخولو لپاره ګټه اخلي.