کندهار کې د قاچاقي درملو او نشهيي توکو د لېږد په تور پنځه کسان نیول شوي

د کندهار امنیه قومانداني وايي، د کندهار ـ هلمند پر لویه لار د قاچاقي درملو او نشهيي توکو د لېږد مخه نیول شوې او په تړاو یې پنځه کسان نیول شوي دي.
د دې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د کښته میوند ولسوالۍ اړوند د خاکي چوپان په سیمه کې ۳۸ کارټنه قاچاقي درمل نیولي دي.
د نوموړي په وینا، له نیول شویو توکو سره ۲۲ ګرامه هیروین او ۲۵ ګرامه تریاک هم شامل دي. هغه د نیول شویو درملو ډولونه او د هغوی د لېږد د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
جمشید وايي، نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي، څو د قضیې په اړه قانوني پرېکړه وشي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند همداراز ویلي، چې په یوه جلا پېښه کې یو کس د برېښنايي مولد د غلا په تور نیول شوی دی. د دې پېښې د ځای او نورو جزئیاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.