پښتانه کورنۍ د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي؛ افغانستان کې لا هم میلیونونه نجونې محرومې دي

په خیبر پښتونخوا کې د لنډي کوتل او د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې ځینې پلرونه او مدني فعالان وايي، د نجونو زده کړې د کورنیو او ټولنې د پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري. دوی په ورته وخت کې د ښوونځیو کمښت، بېوزلي او د لوړو زده کړو محدود فرصتونه د نجونو پر وړاندې مهم خنډونه بولي.
مدني فعاله وړانګه لوڼۍ وايي، په ځینو وړو ښارونو کې نجونې کولای شي تر لسم ټولګي پورې زده کړې وکړي. د هغې په وینا، په دولتي ښوونځیو کې د فیس نه اخیستل او له بېوزلو کورنیو سره د کتابونو او یونیفورم مرسته د زده کړو د دوام لپاره زمینه برابروي. نوموړې ټینګار کوي چې پښتانه باید د علم او پوهې لارې پراخې کړي، څو ناپوهي او ټولنیزې ستونزې کمې شي.
د لنډي کوتل خبریاله او مدني فعاله جمايمه افریدي وايي، د ښځو د زده کړو په اړه د خلکو فکرونه د بدلون په حال کې دي، خو په ډېرو سیمو کې د نجونو ښوونځي کم دي او موجودو ښوونځیو ته هم لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې. هغې زیاته کړې چې د لوړو زده کړو او پوهنتونونو امکانات لا ډېر محدود دي.
په بلوچستان کې د یوې لرې پرتې پښتون مېشتې سیمې اوسېدونکی لعل محمد شاخکيوال وايي، د خلکو د نظر بدلون مهم دی، خو حکومتونه هم باید د نجونو لپاره ښوونځي او مناسبې زدهکړیزې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه چې ځان کلیوال بولي، وايي له ستونزو سره سره هڅه کوي خپلې لوڼې لوړو زده کړو ته ورسوي، څو په راتلونکي کې ډاکترانې شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.
د لنډي کوتل اوسېدونکی ریحان خان وايي، د نجونو زده کړې د هغوی د راتلونکي ترڅنګ د کلیوالو سیمو د پرمختګ لپاره هم مهمې دي. د هغه په وینا، پخوا به نجونې تر لومړني ښوونځي وروسته زده کړې نه شوای دوامولای، خو په ۲۰۱۸ کال کې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو او د نجونو د عالي ښوونځي له فعالېدو سره د زده کړو فرصتونه زیات شول. هغه اندېښنه څرګنده کړې چې راتلونکي سیاسي شرایط ښايي بیا ستونزې رامنځته کړي.
په افغانستان کې بیا د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو محدودیتونه لا هم پر ځای دي. د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع شوې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې ښځې له پوهنتوني زده کړو هم راوګرځول شوې. طالبانو د دغو پرېکړو د توجیه لپاره د اسلامي اصولو او د حکومت د شرایطو یادونه کړې، خو د بندیزونو د پای ته رسېدو لپاره یې ټاکلې نېټه نه ده اعلان کړې.
یونیسف د اګست په ۱۴مه ویلي چې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي او افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده کړو منع دي. دې ادارې له طالبانو غوښتي چې محدودیتونه لرې او نجونو او ښځو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د بېرته تګ اجازه ورکړي.