په کندهار کې د فسټولا ناروغۍ د درملنې د خدمتونو پر دوام ټینګار وشو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون د فسټولا ناروغۍ د درملنې له څانګې لیدنه کړې او د ښځو لپاره یې د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې د خدمتونو پر دوام ټینګار کړی دی.
په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ایکسپاڼه کې ویلي چې دغه څانګه د یاد سازمان په ملاتړ فعالیت کوي. رباب فاطمې کندهار ته د خپل سفر پر مهال د روغتون له اړوندې څانګې لیدنه کړې ده.
د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له هغو ناروغانو سره هم کتلي چې په څانګه کې تر درملنې لاندې دي. هغې له هغو ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره خبرې کړې چې د فسټولا ناروغۍ د درملنې تخصصي خدمتونه وړاندې کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ښځو ته د فسټولا د مخنیوي، درملنې او بیارغونې خدمتونو ته د لاسرسي دوام د هغوی د روغتیايي او ټولنیز وضعیت د ښه کېدو لپاره مهم دی.