په کامه کې د ګوړې د تولید موسم؛ فرمایشي او مغز لرونکې ګوړه هم بازار لري

د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې د ژمي له رارسېدو سره د ګوړې دودیزې کارخونې فعالې شوې دي. په دې ولسوالۍ کې له ګنیو څخه د جوړېدونکې ګوړې د تولید ترڅنګ، د بادامو، چارمغزو، ممپلیو، پستو او نورو وچو مېوو ګډې شوې ډولونه هم جوړېږي.
د کارخونو مسوولان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د تازه ګوړې پلور د تېرو کلونو په کچه نه دی، خو کاروبار لا هم روان دی. د «کاموال نامتو» کارخونې مسوول وليخان ناصري ویلي، له کابل او نورو ولایتونو څخه خلک کامې ته ورځي او د خپلو کورنیو لپاره په ځانګړې توګه فرمایشي ګوړه جوړوي.
د نوموړي په وینا، د سږ کال په موسم کې د تازه ګوړې د یوه من بیه له ۵۰۰ تر ۵۵۰ افغانیو پورې ده. هغه ویلي چې په کامه کې اوس د ګوړې شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ کارخونې فعالیت لري او په هره کارخونه کې لږ تر لږه اووه یا اته کسان پر کار بوخت دي.
د کامې د ګوړې موسم عموماً د نومبر په میاشت کې پیلېږي او تر مارچ پورې دوام کوي. د کارخونو د مسوولانو د معلوماتو له مخې، هره کارخونه په منځني ډول هره ورځ له ۵۰ تر ۷۰ منو پورې ګوړه تولیدوي، چې بیا د ننګرهار بازارونو ته وړاندې کېږي.
له کندهار او جلالاباد څخه یو شمېر پېرېدونکي د تازه ګوړې د اخیستو لپاره کامې ته ځي. دوی وايي، د خپلو سترګو مخې ته ورته ګوړه جوړېږي او د ګډولو لپاره خپلې وچې مېوې هم وړي. د دغو پېرېدونکو په باور، د کامې ګوړه د پاکوالي له امله ځانګړی شهرت لري او ځینې کورنۍ یې هر کال د ګنیو په موسم کې اخلي.
سوداګر وايي، هغه ګوړه چې له مغز لرونکو وچو مېوو سره ګډه شي، د ډالۍ په توګه ان تر امریکا او اروپا پورې هم لېږل کېږي. د طالبانو د حکومت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۵ لمریز کال کې په ننګرهار کې د ګوړې د تولید لپاره ۲۴۴ کارخونې جوړې شوې دي او اټکل کېږي چې نږدې ۱۲ زره مټریک ټنه ګوړه تولید کړي. د دغه ریاست په وینا، په ولایت کې پر ۱۹ زره او ۲۲۰ هکټاره ځمکه ګني کرل شوي او اټکل شوی حاصل یې ۱۸۱ زره مټریک ټنه دی.
په تېرو کلونو کې به د ننګرهار د ګنیو د رسېدو له موسم سره هممهاله له خیبر پښتونخوا څخه افغانستان ته د ګوړې واردات هم کېدل او سیمهییزو تولیدوونکو به یې د بازار پر اغېز شکایت کاوه. د ګوړې سوداګر او د کارخونو مالکانو ویلي، سږ کال د تورخم په ګډون د ډیورنډ کرښې اړوندې لارې تړل شوې دي؛ دوی تمه لري چې له دې امله به د ننګرهار، په ځانګړې توګه د کامې، تولیداتو ته بازار پراخ او د کارګرو عاید ښه شي.