په کابل کې د «GTA 6» لپاره د لوبغاړو لېوالتیا؛ د بیو او قانوني لاسرسي پوښتنې لا هم شته

د «GTA 6» له اوږده انتظار وروسته خپرېدو سره په افغانستان کې هم د دې مشهورې ویډیويي لوبې د پېرلو او کارولو په اړه د لوبغاړو لېوالتیا زیاته شوې ده. په کابل کې ځینو پلورنځیو د لوبې آفلاین، آنلاین او ګډې نسخې په بېلابېلو بیو وړاندې کړې دي.
د پلورونکو د معلوماتو له مخې، د آفلاین نسخې بیه ۲۴۹۹ افغانۍ، د آنلاین او آفلاین ګډې نسخې بیه ۳۴۹۹ افغانۍ او یوازې د آنلاین نسخې بیه ۳۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده. دا بیې د پلورونکو له خوا اعلان شوې، خو لا روښانه نه ده چې دغه نسخې په رسمي ډول له کومو لارو افغانستان ته رسېدلې دي.
په کابل کې د «جوان تکنالوژۍ» پلورنځي مالک بيبيسي ته ویلي چې د لوبې له مخکیني پلور سره سم د پېرېدونکو غوښتنې ډېرې شوې وې. د هغه په وینا، ګڼو کسانو د لوبې د ترلاسه کولو، مخکې سپارښتنې او د ډیجیټلي نسخو په اړه پوښتنې کړې دي.
د نوموړي په خبره، د لوبې ډېری غوښتنې د ډیجیټلي نسخو او د پلیسټېشن د قانوني حسابونو له لارې د پېرلو په اړه وې، خو فزیکي نسخه یا ډیسک هم موجود دی. هغه د دې غوښتنې کچه د کابل د ویډیويي لوبو بازار لپاره د پام وړ ظرفیت وباله او ویې ویل چې د «GTA» مینهوال یوازې مسلکي لوبغاړي نه دي؛ بلکې د بېلابېلو عمرونو کسان یې هم تعقیبوي.
«GTA 6» د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پلیسټېشن ۵، پلیسټېشن ۵ پرو، اېکسباکس سېریز اېکس او اېکسباکس سېریز اېس لپاره وړاندې شوې ده. د الټیمیټ نسخې د فایل حجم شاوخوا ۲۱۲ ګیګابایټه ښودل شوی، چې په افغانستان کې د کمزوري یا ګران انټرنېټ له امله یې ډاونلوډول د ډېرو کاروونکو لپاره ستونزمن کېدای شي.
په ټولنیزو رسنیو کې افغان کاروونکو همدا موضوع را پورته کړې او پوښتنه یې کړې چې د پیسو او چټک انټرنېټ له نشتوالي سره به نوې لوبه څنګه وکاروي. په ورته مهال، په بریتانیا کې د لوبې د خپرېدو د ورځې د زدهکوونکو د احتمالي غیرحاضرۍ په اړه ښوونځیو والدینو ته خبرداری ورکړی دی.
د «GTA 5» پخوانۍ نسخه له «ماینکرافټ» وروسته د تاریخ له تر ټولو ډېرو پلورل شویو ویډیويي لوبو څخه بلل شوې ده. د نوې نسخې له خپرېدو سره د لوبې پخوانیو کرکټرونو او صحنو ته د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو بیا کتنې هم د مینهوالو هیجان لا زیات کړی، خو په افغانستان کې د نوې نسخې د قانوني او باوري لاسرسي موضوع لا هم بشپړه روښانه نه ده.