په کابل کې د ۱۱۵ خصوصي روغتونونو ارزونه؛ دوه یې د «الف» درجې ته رسېدلي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د ۱۱۵ خصوصي روغتونونو د ارزونې پایلې اعلان کړې دي. د پایلو له مخې، دوه روغتونونو د «الف»، نهو د «ب» او ۳۹ نورو روغتونونو د «ج» درجه ترلاسه کړې ده.
د وزارت مسوولانو د سېشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر د روغتیايي خدمتونو د معیارونو د لوړولو، د دغو مرکزونو ترمنځ د سالمې سیالۍ د پیاوړتیا او د کارونو د لا ډېرې روڼتیا لپاره پیل شوی دی.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل، دغه پروګرام په خصوصي روغتیايي سکټور کې د بدلونونو د رامنځته کولو او روغتونونو ته د دې هڅونې لپاره جوړ شوی چې د خپلو خدمتونو کیفیت ښه کړي. هغه وویل، د ارزونې له بشپړېدو وروسته به د روغتیايي خدمتونو بیې هم وټاکل شي.
جلالي زیاته کړه، د روغتونونو د درجهبندۍ عملي کېدل به د روغتیايي خدمتونو په برخه کې روڼتیا زیاته کړي او د خلکو هغه اندېښنې به راکمې کړي چې له روغتیايي خدمتونو سره د لاسرسي او د درملنې له لګښتونو سره تړاو لري.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، دا بهیر د خصوصي روغتونونو د لوړو درملنیزو لګښتونو په اړه د خلکو د شکایتونو په ځواب کې پیل شوی دی. د هغه په وینا، روغتونونه د خپلو امکاناتو او وړاندې کېدونکو خدمتونو پر بنسټ ارزول شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني وویل، د هر روغتون درجه د هغه اوسنی وضعیت څرګندوي. نوموړي ټینګار وکړ چې لوړ رتبه روغتونونه باید خپل معیارونه وساتي او هغه مرکزونه چې ټیټې درجې یې ترلاسه کړې، باید د ټاکل شویو معیارونو د پوره کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.
د وزارت مسوولانو وویل، د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو، د درملنې د لګښتونو د تنظیم او د خصوصي روغتیايي مرکزونو د حساب ورکونې د پیاوړتیا لپاره به د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر دوام ولري. هغوی له روغتونونو وغوښتل چې ټاکل شوي معیارونه مراعات او ناروغانو ته د خدمتونو کیفیت او لاسرسی ښه کړي.