د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په پنجشېر کې د ۴۵ کیلومتره عمومي لارې د رغولو پروژه پيل شوه

افغان اتلان · پښتو
په پنجشېر کې د ۴۵ کیلومتره عمومي لارې د رغولو پروژه پيل شوه

د ټولګټو چارو وزارت وايي، په پنجشېر ولایت کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۵ کیلومتره عمومي سړک د بیارغونې چارې پيل شوې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې تړون له یوه خصوصي سکټور سره لاسلیک شوی او عملي کارونه یې د شتل ولسوالۍ له اړوند دالان‌سنګ سیمې څخه پيل شوي دي. دغه سړک تر بازارک ولسوالۍ د بهارک تر دوه‌لارې پورې غځېږي.

ځايي مسوولان وايي، یاده لاره په تېرو کلونو کې د ټیټ کیفیت او طبیعي پېښو له امله زیانمنه شوې ده. د هغوی په وینا، د سړک خراب وضعیت د دې سبب شوی چې د بنسټیزې بیارغونې اړتیا پیدا کړي.

د پروژې په طرحه کې د سړک د زیانمنو برخو رغول او د رامنځته شویو درزونو ډکول شامل دي. همداراز به د لارې په اړوندو برخو کې استنادي ګابیوني دېوالونه جوړ شي.

د وزارت د څرګندونو له مخې، د سړک د غاړو پاکول، د پلګوټو جوړول او د ویالو او اوبو د تېرېدو لپاره د مناسبو لارو برابرول هم د دې پروژې له مهمو برخو څخه دي.

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د دې رغنیزې پروژې بودجه د همدې وزارت له لوري ځانګړې شوې ده؛ خو د کارونو د بشپړېدو لپاره یې کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان کړې.